افغانستان کې د سکانو او هندوانو ستونزې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د سکانو او هندوانو کاري ستونزې

افغانستان کې د یوې څېړنیزې ادارې د ارزونې له مخې تر ټولو لويې ستونزې چې د دغه هېواد هندو او سک ټولنه ورسره مخامخ ده بېکاري او د ښوونځيو نشتوالی دی. دا مهال افغان دولت کې د هندوانو او سکانو یوازې ۶ کسان دندې لري. خو په لومړي ځل یو افغان سک د دغه هېواد د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی او هم به ولسي جرګه کې افغان سکان او هندوان خپل استازی ولري، خو دوی د خپلو ستونزو او د حل لارو په اړه يې څه وايي؟ نجما ځلا پرې رپوټ لري.

اړونده مطالب