لغمان کې د هاوان مرمۍ ۷ ماشومان وژلي دي

لغمان د انځور حقوق Laghman Media Office
Image caption چاودنه د هاوان ناچاودې مرمۍ چاودلو له کبله شوې

د افغانستان د ختيځ ولايت لغمان په مرکز مهترلام کې نن له غرمې وروسته د هاوان مرمۍ چاودېدو ۷ ماشومان وژلي او ۱۰ نور يې ژوبللي دي. ځايي چارواکي وايي، چاودنه د هاوان ناچاودې مرمۍ له امله مرکز اړوند بصرام سيمه کې د یکشنبې مازديګر ۵ بجې رامنځته شوې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي بي بي سي ته وويل، ، چاودنه په يو لښتي کې رامنځته شوې ده. د ده په وینا چاودنه کې وژل شوي او ژوبل له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان دي.

تراوسه مالومه نه ده چې چاودلې مرمۍ له پخوا سيمه کې پاتي او که اوس حکومتي مخالفينو اېښې ده. ويل کېږي کوچنيانو د لکنډو په نوم وياله کې لوبې کولې چې د هاوان مرمۍ پرې چاودلې ده.

د انځور حقوق Laghman Media Office
Image caption چاودنه د مرکز مهترلام بصرام سیمه کې شوې ده

د لغمان د عامې روغتیا چارواکي وايي د پېښې له ځایه ورته ۷ جسدونه او ۱۰ ژوبل ور وړل شوي چې ټول هلکان او کوچنیان دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رييس عبدالمعروف جليلي بي بي سي خبرو کې د ژوبلو کوچنيانو روغتيايي وضيعت د ډاډ وړ وباله.

د تېرکال د همدې اپريل پر ۲۹ مه د لغمان د ګاونډ ننګرهار سره رود ولسوالۍ فتح آباد سيمه کې د يو کور مخې ته د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د يوې ورځې وړاندې نښتې رالوېدلې ناچاودې مرمۍ د يوې کورنۍ د یوې مېرمنې په ګډون ۲ کوچنيان وژلي وو او دوو انجونو په ګډون یې ۷ نور کوچنیان ژوبل کړي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې هم افغانستان کې ناچاودو مرمیو د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان وژلي دي.

ورته مطالب