خلیلزاد: طالبان په نه همکارۍ د وژنو لړۍ اوږدوي

  • 15 اپریل 2019 - 26 وری 1398
خلیلزاد د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلى خليلزاد د مرگژوبلې د مخنيوي چټکه لار، پر يوۀ اوربند سلا کېدل بولي او د طالبانو پر مشرتابه غږ کوي چې خپلو استازو ته دې د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي طالبان د تاوتريخوالي کمېدا په برخه کې نه همکارۍ سره د 'وژنو لړۍ اوږدوي'.

هغه د خپلو ټويټونو په يوه تازه لړۍ کې دا خبره کړي او د طالبانو له مشرتابه يې غوښتي چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

زلمى خليلزاد وايي امريکا پر افغانستان 'جگړه نه ده تپلې' بلکې دغه هېواد له لسيزو راهيسې په جگړه کې دى او ځينې مهال افغانان په خپلو کې سره جنگېدلي.

پر ټويټر د ښاغلي خليلزاد د پيغامونو تازه لړۍ ظاهراً د طالبانو وروستۍ وينا ته ځواب دى. وروسته له هغه چې ښاغلي خليلزاد او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال مېلر د 'الفتح' په نامه د دغه غورځنگ د پسرلنيو عملياتو اعلان وغانده، نو طالبانو دوى دواړو ته په ځواب کې ويلي و چې گواکې جگړه پر دوى تپل شوې ده.

ښاغلى خليلزاد په خپل پيغام کې پر اوربند ټينگار کوي او وايي لسگونه زره افغانان وژل شوي او د افغانستان خلک د جگړې د يوۀ بل موسم پر ځاى د پرمختگ نوې لار غواړي.

افغان سولې لپاره د امريکا استازى په خپل پيغام کې چې د پخوا پرتله ډېر د خوشبينۍ نه برېښي ليکي چې د خبرو اترو پر مهال يې د جگړې کمولو او د وژنو د لړۍ درولو لپاره د لارو چارو وړانديز کړى، خو په وينا يې طالبان له همکارۍ انکار کولو سره د وينې بهېدنې دا لړۍ لا اوږدوي.

اوربند

ښاغلى خليلزاد د مرگژوبلې د مخنيوي چټکه لار، پر يوۀ اوربند سلا کېدل بولي او د طالبانو پر مشرتابه غږ کوي چې خپلو استازو ته دې د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي.

نوموړى وايي دى به د اوربند پر موضوع خپل ټينگار جاري ساتي. افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو استازى زلمى خليلزاد زياتوي چې افغانان د يوۀ هر اړخيز اوربند او تل پاتې سولې مستحق دي. د دۀ په وينا، امريکا به د افغانانو په دې غوښتنه کې له دوى سره ولاړه وي.

د ښاغلي خليلزاد څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې شاوخوا يوه اونۍ وروسته طالب استازي او د ځينو افغان چارواکو په گډون يو شمېر افغان سياستوال او وتلې څېرې د قطر پلازمېنه دوحه کې سره کينې، خو لا هم د غونډې د ګډونوالو او په کې د مطرح کېدونکو بحثونو څرنګوالی نه دی وروستى شوی.

ورته مطالب