د پخلاینې د مشرۍ شورا د دوحې کنفرانس لپاره پلاوی وټاکه

  • 15 اپریل 2019 - 26 وری 1398
ناسته د انځور حقوق ARG
Image caption د افغان حکومت سرچینه وايي، د قطر ناسته کې به د ځینو وزیرانو او والیانو په ګډون، د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران هم ګډون وکړي.

د افغانستان یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته منلې ده چې د 'پخلاینې مشرتابه شورا' سره له څو ورځنیو چانو وهلو وروسته یې د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی دی.

سرچینه وايي، په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران شامل دي.

په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه واخلي.

طالبانو وړاندې ویلي وو، قطر کې به د "بین الافغاني" خبرو لپاره هېڅ کس د حکومت استازیتوب نه کوي او که د حکومت اړوند کسان پکې ګډون کوي، نو هلته به مطرح کېدونکي نظرونه شخصي بڼه ولري نه د حکومت رسمي دریځ.

دوې ورځې وړاندې، د دوحې غونډې د ګډونوالو په اړه د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړې شوې شورا ویاند عمر داودزي ویلي وو، کاري کمېټې تر یوه چتر لاندې اوس په دې کار کوي چې د قطر غونډې ته څوک او څومره شمېر کسان لاړ او کومې مسئلې مطرح کړي، خو مني چې نانندرۍ لا هم شته.

سرې کرښې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بین الافغاني خبرو مخکېنۍ ناسته شاوخوا دوې میاشتې مخکې د روسیې مسکو کې وه

د تېرې چهارشنبې پر ورځ د دغې شورا له لومړۍ غونډې وروسته باوري سرچینو بي بي سي ته وویل چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت سرې کرښې په ګوته شوې دي.

د دوی په خبره دا سرې کرښې د افغانستان د اسلامي جمهوریت عبارت، په ټوله کې د اساسي قانون ساتل، ټاکنې او د ښځو حقونه دي.

همدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، بل بحث به چې د قطر غونډه کې مطرح کېږي داوي چې، احتمالي اوربند باید د ټول هېواد په کچه وي او په ځانګړو سیمو پورې محدود نه وي.

ورته مطالب