چخانسوري: د دوحې کنفرانس د ګډونوالو لیست نهايي شو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چخانسوري: د دوحې کنفرانس د ګډونوالو لیست نهايي شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دوحې کنفرانس د ګډونوالو ۲۵۰ کسیزه نوملړ خپور کړی، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم په کې نه شته. تېره ورځ ارګ دغه کنفرانس ته د ۱۵۰ ګډونوالو لیست خپور کړی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ (وری ۲۷مه) رسنیو ته د دوحې د کنفرانس د ګډونوالو لیست استولی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري د لیست سربېره یوه لنډ وېډیويي پیغام کې ویلي، په دې لیست کې د سیاسي ګوندونو او نورو ادارو له خوا معرفي شوي کسان ځای پر ځای شوي دي.

اړونده مطالب