له طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه

امنیت شورا د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اعلامیه کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو او خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه هم ټینګار شوی او زیاتوي دا مهمه ده چې دا هڅې د پراخه او د افغانانو په مشرۍ او د همدوی په واک کې وی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو لپاره د پسرلنیو بریدونو د لړۍ اعلان غندلی دی. د دغې شوری په یوه وینا، پاڼه کې پر ښکېلو خواوو غږ شوی چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

امنیت شورا وايي د سولې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ کوي او په کار ده چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي جګړه د افغانانو کړاو لا پسې پراخوي، افغانانو ته یوازې ویجاړۍ ور په برخه کوي او په افغانستان کې تل پاتې سوله نه شي راوستلی.

امنیت شورا زیاتوي، ددغې شوری غړي د سولې لپاره د افغانانو هیلې درک کوي او د طالبانو له خوا تازه اعلان شوي عملیات غندي.

امنیت شورا له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له شته فرصته ګټه واخلي او د افغانانو ترمنځ پراخه خبرې پيل کړي، داسې خبرې اترې چې په پایله کې افغانستان له سیاسي ټیکاوه برخمن کړي.

په اعلامیه کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو او خبرو لپاره د افغانانو پرمشرتابه هم ټینګار شوی او زیاتوي دا مهمه ده چې دا هڅې د پراخه او د افغانانو په مشرۍ او د همدوی په واک کې وی.

امنیت شورا زیاتوي چې د سولې د همدا ډول یوه بهیر د پيل لپاره د افغان دولت بشپړ ملاتړ کوي.

د امنیت شورا غړو ډاډ څرګند کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو څانګه یوناما چمتو ده چې له افغان مشرتابه سره د سولې بهیر د ملاتړ لپاره مرسته وکړي البته که افغان حکومت ددا ډول یوې مرستې غوښتنه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې وینا هر کلی کړی.

هغه پر ټویټر یوه لیکلي پيغام کې ویلي اړتیا ده چې اوربند وشي او خبرې پيل شي. خلیلزاد وايي که هر لوری د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، اوربند او خبرو سره مخالفت کوي نو تاریخ به یې په اړه قضاوت کوي.

ښاغلي خلیلزاد له دې وړاندې له پاکستان او قطر غوښتنه کړې وه چې د طالبانو له خوا د پسرلنیو بریدونو پیلېدل وغندي.

نوموړي د طالبانو په منځ کې هم له دې اعلان سره د ځینو طالبانو د مخالفت خبره کړې وه او ویلي یې وو دا اعلان ښيي چې طالبان په تیره تیاره کې بند پاتې دي. د امریکا استازي د طالبانو دا اعلان بې مانا او بې مسؤولیته ګام بللی و.

طالبانو څو ورځې وړاندې د سږ کال لپاره د بریدونو د یوې نوې لړۍ اعلان وکړ، په تېرو کلونو کې هر کال همدا مهال طالبانو دا ډول اعلان کاوه خو سږ د نویو بریدونو اعلان داسې مهال کېږي چې عملا د سولې لپاره د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې شوي دي.

ورته مطالب