ورځپاڼې: د طالبانو او امریکایانو راتلونکې ناسته له دوحې کنفرانس وروسته کېږي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د بل پړاو لپاره نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

قطرۍ ورځپاڼې العرب لیکلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو د بل پړاو نېټه نه ده ټاکل شوې.

ورځپاڼه زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو سره د شپږم پړاو د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې زلمي خلیلزاد تر اوسه د بل پړاو خبرو لپاره وخت نه دی ټاکلی. ویاند زیاته کړې د بل پړاو د خبرو د پیل لپاره په قطر کې د بین الأفغاني خبرو پایلو ته په انتظار دي. دغې غونډې ته د افغان دولت د استازو په ګډون د ۲۵۰ کسانو نوملړ اعلان شوی.

العرب ورځپاڼه د طالبانو هغه اعلان ته چې ویلي و د طالبانو له خوا به په بین الأفغاني غونډه کې مېرمنې هم ګډون کوي، اشاره کړې او زیاتوي دا د طالبانو په دریځ کې چې د ښځو د حقونو په برخه کې سخت دریځي کوي یو ښه بدلون دی.

ورځپاڼې د طالبانو د یوه ویاند له خولې لیکلي، د دوی له خوا ګډون کوونکې مېرمنې به یوازې په بین الأفغاني غونډه کې برخه اخلي او له امریکایانو سره په خبرو کې ګډون نه کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغان سوله کې د ښځو د ونډې په اړه یوه مطلب کې ویلي، د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د سولې په هڅو کې د ښځو د ونډې د پراخولو لپاره د پام وړ هڅې پيل کړي دي اوس هغه د داسې یو چا په توګه مطرح ده چې له پياوړي موقفه هلې ځلې کوي.

برتانوۍ ورځپاڼه انډیپنډینټ لیکي د داعش ډلې د هغه ملاتړې د بند موده کمه کړل شوې ده چې د ملکي د ګړوسي پر ښوونځي، پر فوټبال سیالیو او پر یهودانو د بریدونو غوښتنه او هڅونه یې کړې وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption واشنګټن پوست وايي، رولا غني د سولې له هلو ځلو وروسته اوس له یوه پیاوړي موقفه خبرې کوي

ورځپاڼه لیکي دغه کس چې حسین راشد نومېده. د ترهګریزو بریدونو په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شوی و. انډینپنډینټ لیکي پولیس ویلي چې دغه کس هڅه کړې وه چې د نړۍ په نورو برخو کې نور کسان جنایت کولو ته وهڅوي او وايي ده شفري پيغامونه استول او سپارښتنه یې کوله چې زهري مواد، موټر، وسلې، کیمیاوي مواد او بمونه په بریدونو کې وکارول شي.

خو اوس محکمې د دې ۳۲ کلن زنداني قید نولس کالو ته راټیټ کړی، ځکه مدافع وکیل یې استدلال کړی و چې دا سزا د ده لپاره مناسبه نه ده.

فایننشال ټایمز ورځپاڼې د چین او امریکا ترمنځ په مصنوعي ذکاوت کې د سیالۍ په اړه یو مطلب خپور کړی، په دې مطلب کې د مصنوعي ذکاوت د یوه کارپوه په حواله لیکي چې چین له امریکا سره د انټرنېټ اړوند مصنوعي ذکاوت کې برابر دی، خو د اقتصادي او ورځنیو چارو اړوند مصنوعي ذکاوت برخه کې له امریکا شاته ده. خو د خپل چاپيریال د درک کولو اړونده مصنوعي ذکاوت کې تر امریکا مخکی دی.

دا کارپوه وړاندوینه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به چین له امریکا څخه په دې څلورو واړو برخو کې مخکې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب