م. م: افغان توقیفځیو کې ربړونه کمه شوې، خو لاهم اوږده لار پاتې

  • هدایت الله همیم
  • ‌بي بي سي
ربړول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

رپوټ کاږي، د ملي امنیت په بنسټونو کې د مرکه شویو کسانو د شکنجې او بدچلنۍ مخنیوی په تېر ۲۰۱۸ کال کې له ۲۹ سلنې ۱۹٪ ته راښکته شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' پخپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د افغانستان په توقیفځیو کې ربړونه کمه شوې خو لا هم د شکنجې ختمېدو اوږده لار پاتې ده.

یوناما د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دله دفتر سره په یوه ګډ د چارشنبې په ورځ (وری ۲۸مه/اپرېل ۱۷مه) خپاره شوي سرچینه وايي، دا رپوټ یې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ د ۲۰۱۸ کال تر پایه د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ توقیفځیو کې له ۶۱۸ توقیفیانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، "له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شکنجو په قضیو کې د پام وړ کموالی راغلی، خو د هغه لوړ شمېر توقیفیانو په اړه اندېښنه شته، چې پرله پسې توګه یې په اړه د شکنجې او بد چلند رپوټ ورکول کېږي."

رپوټ وايي، د ربړونې له منځه وړلو په اړه د افغانستان ملي پلان پلې کولو کې پرمختګ شوی، خو په ټولیز ډول د دفاعي او امنیتي ځواکونو په توقیفخانو کې د هغو توقیفیانو له جملې څخه چي مرکې ورسره شوي، "۳۲ سلنه توقیفیانو د شکنجې او بدچلند رپورټ ورکړی، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ د ۲۰۱۶ د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې په ورته موده کې دا کچه سلنه ۳۹ وه."

ناوړه چلند

رپوټ کاږي، د ملي امنیت په بنسټونو کې د مرکه شویو کسانو د شکنجې او بدچلنۍ مخنیوی په تېر ۲۰۱۸ کال کې له ۲۹ سلنې ۱۹٪ ته راښکته شوی.

همدارنګه، د جګړې له اړوندو نیول شويو بندیانو سره د شکجنې یا بد چلند کچه له ۴۵ نه ۳۱ سلنې ته راټیټه شوې، خو په وینا یې "ځوانان د بدچلندۍ له زیات خطر سره مخ وو."

ملګري ملتونه وايي، د ربړونې یا ناوړه چلند کچه کې دا کموالی د پام وړ کمښت نه په ډاګه کوي. رپوټ وايي، "ډېری توقیفیانو ویلي دوی د دې لپاره شکنجه یا ورسره بدچلند شوی چې دوی اعتراف ته مجبور کړي او له اعتراف وروسته ورسره بدچلني دریدلې."

د دغه تازه راپور د موندنو له مخې، په منځنۍ توګه، د افغان ملي پولیسو ۳۱ سلنه توقیف ځایونو د شکنجې یا بدچلند رپورټ ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په "کندهار کې د ملي پولیسو توقیف ځای کې د شکنجې د وحشیانه ډولونو، لکه خپکۍ کولو، برقي شاکونو، له تناسلې آلې د راښکلو او د کوټې له چته د را ځوړندولو په ګدون ۷۷ سلنه د اندېښنې وړ شکنجې ادعاوې شوي دي."

رپورټ د غیرقانوني، خپل سري او ډله ییزو نیونو بېلګې هم په ګوته کړي، چي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو او د خوست د ساتنې ځواک لخوا ترسره شوي دي .

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

د کندهار زندان، چې په ۲۰۱۱ کال کې طالبانو یو اوږد تونل ورکیندلی و او لږترلږه ۴۸۸ بندیان ترې وتښتېدل.

د رپوټ چمتو کوونکو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل باشلیټ ویلي "یو کال وړاندې، په همدې ورځ، د افغانستان دولت د شکنجې د مخنیوي په پار د شکنجې ضد کنوانسیون د اختیاري پروتوکول د پلې کولو ژمنه وکړه. "

د یوناما رپوټ کې راغلي، دغه رپورټ د دولت ضد عناصرو لخوا د جګړې اړوند توقیفیانو د حالت او له هغوی سره د چلند په اړه بحث نه کوي.

دا هم د لوستلو دي: