غني: قطر ته تلونکی پلاوی د افغان دولت او ملت استازی دی

غني د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ قطر ته د تلونکي پلاوي ځینې غړو ته وینا کې وویل، چې دا کسان له طالبانو سره خبرو کې د افغان دولت او ملت استازي کوي. ولسمشر غني د قطر دوحه کې د افغان سولې لپاره د خپلمنځي خبرو دا غونډه یو چانس وباله.

له کابل دا پلاوی د اپرېل پر ۱۹ قطر ته ځي او پر ۲۰ او ۲۱ نېټه د طالبانو له ۲۵ کسیز پلاوي سره خبرې لري.

* افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

* د طالبانو او امریکا خبرې؛ د پردې تر شا څه روان دي؟

که څه هم طالبان وايي، چې دې غونډه کې څوک د افغان حکومت په استازي ګډون نه شي کولی، خو اشرف غني خپله وینا کې وویل، چې دا ۲۵۰ کسیز پلاوی د دولت استازيتوت کوي:

"تاسو قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ستر عظیم واحد ملت استازي کوئ. د هر ماشوم، ښځې، معلول، شهیدې کورنۍ او افغان وګړي د حقونو استازي کوئ، داسې حقونه چې د افغانستان اساسي قانون کې درج دي".

غني: طالبان قانع کړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وایي، قطر غونډه کې هم له کابل تلونکی پلاوی د مسکو غونډې په څېر دی او د افغان حکومت استازي نشي کولی

د ښاغلي غني په خبره، له افغان دولت او ولس استازي ځکه مهمه ده چې هیڅوک هم د دولت له چوکاټ پرته د ملت استازي نشي کولی.

نوموړي له دې کسانو وغوښتل چې طالبان قانع کړي چې له افغان حکومت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.

"طالبانو ته د سولې خبرو قناعت ور کړئ، طالبان قانع کړئ چې د جنګ ختمولو لپاره له خبرو بله لار نشته".

اشرف غني دا هم وویل، چې د جګړې دوام او د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه کومه اتلولي ده.

"د سیاسی حل لارې موندل غالب او مغلوب نه لري. د سولې ګټونکی به افغان ماشومان، مېرمنې، د افغانستان یتمیان او ځانګړي ډول ولس او راتلونکي نسلونه وي".

دوحه کې واده نه دی

د انځور حقوق Arg

د غني دا خبرې په داسې مهال دی چې طالبانو یو ځل بیا یوه اعلامیه کې ویلي چې قطر ته د کابل تلونکی پلاوی د حکومت استازی نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپلو خبرو کې د افغان حکومت په ۲۵۰ کسیز پلاوي هم نیوکه کړې او د ده په اند، دا ډول خبروکې دومره زیات کسان نه وي:

"کابل کې د لېست جوړوونکي باید درک کړي چې دا لرې خلیجي هېواد کې منظم او پلاني کانفرنس دی، نه د کابل کوم تالار کې واده یا مېلمستیا".

له کابل د تلونکي پلاوي شمېر ته خواله رسنیو کې هم ډېر پام ور اوښتی او شمېر یې ډېر بلل شوی دی.

ورته مطالب