افغانستان کې سیلابونو پراخې ځمکې لاندې کړې

افغانستان

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو سېلابونو کې د مړو شمېر لږ تر لږه شپږ ښودل شوی او یو ناڅرګند شمېر هم ټپیان دي. د طبیعي پېښو د غم خوړنې وزارت وایي تر ټولو لوی اغېز د افغانستان پر لوېدیځو سیمو راغلی دی.

ورسره جوخت د هلمند، کابل، پنجشېر، غوربند او سالنګ سیندونو دواړو غاړو ته پرتې کرنیزې ځمکې هم اوبو وړې او ۵۷ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

وزارت وایي په تېرو شپږو اوونیو کې د باراني موسم تر پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۲۳۵ تنه مړه شوي او نژدې درې سوه ټپیان دي. دغه راز ۳۸ تنه لا هم تری تم دي. چارواکي وایي ځپل شویو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي.

افغانستان کې سېلاب؛ د کابل ښاریانو ته خبرداری

سېلاب کې څنګه ژوندي پاتې شو؟

په افغانستان کې د سېلابونو ستونزه څه حل لار لري؟

د طبیعي پېښو د غم خوړنې وزارت یوه چارواکي - عزیز رشاد په کابل کې زموږ خبریال اسدالله لودین ته وویل:

''د سیلابونو له کبله ځینې جوماتونو ته او له سلو ډېرو ښوونځیو ته هم زیان اوښتی او دغه راز له لسو زرو ډېر څاروي هم له منځه تللي دي ''

د انځور حقوق shah hussain murtazawi

افغان چارواکي وايي، دغه موده کې نژدې ۱۵ زره کورونه له بیخه نړیدلي دي او د نژدې ۱۷ زره کورونو ځینې برخې نړېدلې دي. اړوند افغان چارواکي وايي، له سیلاب ځپلو سره یې د امکان تر حده مرستې کړې دي.

پلازمېنه کابل او څو نورو افغان ولایتونو کې د روانې اونۍ له لومړیو باران اوري او د افغانستان هواپوهنې اداره وايي، چې دا حالت به روان وي. کابل ښاروالۍ پرون (اپریل ۱۶) دغه ښار کې د اورښت زیاتېدلو او سېلاب راوتلو خبرداری ور کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ایران کې دا وروستیو کې سیلابونو درانه زیانونه اړولي دي

د افغان هواپوهنې اداره وايي، کابل او ځینې ولایتونو کې به تر پنځوس ملي مترو باران وشي.

افغانستان د ځانګړي اقلیم له امله د سېلابي هېواد په ډول پېژندل کېږي او هرکال د فبرورۍ له ورستیو تر جولای پورې د واورې ویلې کېدو له امله د دغه هېواد مختلفو سیمو کې سېلابونه وځي.

سږ کال د افغانستان په ګاونډ کې هم ګڼو بارانونو، تندر او توپاني بادونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي. تېرو څو اونیو کې سختو سیلابونو د ایران اکثر سیمې لاندې کړې دي او د سر درانه زیان تر څنګ یې د چارواکو د رسمي اټکل له مخې د ۳۵ زره میلیارده تومانو مالي زیان اړولی دی.

بل لور ته د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان بېلا بېلو سیمو کې له څو ورځو راهیسې بارانونو، ژلۍ او چټکو بادونو درانه زیانونه اړولي دي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې چټکو خاورینو بادونو د برېښنا ستنې او ونې نړولې چې له کبله یې ځینې کسان ټپیان شوي دي.

د هوا پېژندنې ماهرین وايي، د موسم دغه سخته څپه له اروپا نه د منځني ختیځ له لارې سیمې ته رسېدلې ده، چې خطرناکه بڼه یې خاورین بادونه دي، چې سرعت یې په یوه ساعت کې تر ۱۰۰ کیلومترو پورې رسېږي.

د ماهرینو په خبره د موسم دغې څپې زور له ۵۰ تر ۶۰ سلنې پورې کم شوی دی، خو په خبره یې د روانې اونۍ تر پایه ښايي دغه لړۍ تر څه نا څه بریده دوام وکړي.

اړونده مطالب