'د افغان شخړې په اړه د دوحې کنفرانس موخه د سیاسي اجماع ملاتړ دی'

سلطان برکات د انځور حقوق @BARAKAT_Sultan
Image caption ښاغلی برکات وايي په دې غونډه کې دولتي چارواکي، سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، ځوانان مذهبي مشران او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ګډون کوي خو دی وايي ټول ګډونوال د اشخاصو په توګه دغې غونډې ته راځي.

په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړوونکی بنسټ وايي د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي.

په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر چې د غونډې کوربه دی په تازه څرګندونو کې ویلي د غونډې د ګډونوالو شمېر به شاوخوا درې سوه تنه وي چې په ازاده فضا کې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه بحثونه او خبرې وکړي.

په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز مشر سلطان برکات وايي په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې د ګډونوالو نوملړ په دقت چمتو شوی او هدف دا دی چې په دې غونډه کې د ټولو افغانانو استازي برخه واخلي، په دې سره به د ښاغلي برکات په وینا د سولې لپاره بین الأفغاني خبرې هراړخیزې او بحثونه به یې پرانیستي وي.

د شخړې او بشري څېړنو د دغه مرکز مشر پر ټویټر تېره شپه ناوخته د دې غونډې په تړاو تازه څرګندونو کې ویلي د دې غونډې هدف دا دی چې د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره د سیاسي اجماع رامنځته کولو ملاتړ وشي داسې اجماع چې جګړه پای ته ورسوي او تل پاتې رامنځته کړي.

ښاغلی برکات وايي په دې غونډه کې دولتي چارواکي، سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، ځوانان مذهبي مشران او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ګډون کوي خو دی وايي ټول ګډونوال د اشخاصو په توګه دغې غونډې ته ورځي.

نوموړی د غونډې د ګډونوال شمیر شاوخوا درې سوه تنه ښيي چې د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو کې به په دې بین الأفغاني غونډه کې برخه واخلي.

د دې غونډې له یو شمېر ګډونوالو سره پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو سیاسي مشرانو وکتل.

غونډې ته ښاغلي غني په خپله وینا کې وویل، له کابله تلونکی پلاوی د قطر په غونډه کې د افغان دولت او ملت استازیتوب کوي.

په افغانستان کې د سولې په لړ کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره دا دویمه غونډه ده چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې جوړېږي.

لومړۍ غونډه په تېره فبروۍ میاشت په مسکو کې جوړه شوې وه چې په لومړي ځل طالب استازو له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په ګډه غونډه کې برخه واخیسته.

په دغې غونډه کې د سولې پر امکاناتو خبرې وشوې او د داډول غونډو پر دوام ټینګار وشو.

امریکايي چارواکو ویلي په قطر کې به له طالب استازو سره د شپږم پړاو خبرې د قطر له دې غونډې وروسته وشي.

ورته مطالب