ارګ: د دوحې کنفرانس د قطر حکومت لخوا 'لغوه' شو

ارګ د انځور حقوق Arg
Image caption په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۱۸مه) له کابله د قطر دوحې کنفرانس ۲۵۰ ګډون کوونکي قطر له طالب استازو د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې ماسخوتن ناوخته رسنیو ته یوه اعلامیه استولې چې پکې ویل شوي، د افغان سولې په تړاو ترسره کېدونکی د دوحې کنفرانس د قطر حکومت لخوا لغوه شوی. اعلامیه کې راغلي، د قطر حکومت دې کنفرانس ګډونوالو یو متبادل لېست کابل ته سپارلی و، چې افغان ملت ته د منلو نه و.

ارګ په خپله اعلامیه کې ویلي، د قطر حکومت لخوا دوی ته استول شوی لېست د افغان ولس له متوازن شمولیته بې برخې او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په معنا و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، په دې تړاو پنجشنبه ارګ کې غونډه وشوه او پرېکړه وشوه چې د قطر حکومت نه وغوښتل شي چې د افغانستان نه ورتلونکی پلاوی به افغانان پخپله ټاکي، خو د قطر حکومت د کابل دا برحقه غوښتنه عملي نشوه کړای او د دوحې کنفرانس یې لغوه کړ.

بل لوري ته د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ددغې ناستې پر وړاندې د خنډ راولاړېدو له امله نهیلي ښودلې ده. خو نوموړی پخپل پیغام کې د کنفرانس د لغوه کېدو نه، بلکې یوازې د ځنډېدو وايي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي په ټویټر کې راغلي چې: "خبرې اترې به تل د یوې سیاسي لار نخچې او تلپاتې سولې کونجي (کیلي) وي. بل هېڅ بدیل نه شته. زه پر ټولو غاړو په ټینګه غږ کوم چې له دې شېبې دې ګټه واخلي او د ګډونوالو پر داسې یوه نوملړ سلا کېدو سره دا بهیر بېرته پر لاره سم کړي، چې پکې د ټولو افغانانو خبره شوې وي. که زما مرستې ته اړتیا وي، زه مرستې ته تیار یم."

په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات پر ټویټر لیکلي، ''په ډېر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نېټه ترسره کېدو، ځنډېدلی دی. له بده مرغه لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو اړتیا شته".

پنجشنبه په ځینو کورنیو وېبپاڼو کې هم د قطر د کنفرانس یو بل ۲۴۳ کسیزه لیست خپور شوی و، چې طالبانو هم تایید کړی و.

تر دې وړاندې د پنجشنبې پر ورځ د افغان حکومت دوو سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې قطر ته د دوحې د کنفرانس لپاره له کابله د تلونکو ګډونوالو سفر د نامالوم دلیل له کبله ځنډېدلی دی. د دغه سفر لپاره یوه قطري الوتکه کرایه شوې وه.

په متبادل نوملړ کې، چې اوس ارګ وایي د قطر حکومت چمتو کړی، له پخواني لیسته یوازې ۶۱ کسان پاتې دي او ۱۵۷ نوي کسان ور اضافه شوي، چې له ۱۰ هېوادونو ۳۵ افغان کډوال هم په کې اضافه شوي.

پنجشنبه د دې ناستې ځینو ګډونوالو بي بي سي ته ویلي وو، له ولسمشرۍ ماڼۍ ته اړیکه ورسره نیول شوې وه چې دوحې ته سفر یې ځنډېدلی دی.

خو د ولسمشرۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي وو، د ځنډېدو خبره د بحث وړ نه ده او ضرور نه وه چې پنجشنبه دې الوتنه وشي.

وړاندې په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړوونکي بنسټ مشر سلطان برکات پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي.

ښاغلي برکات دا هم ویلي وو، چې د افغان سولې د ګډونوالو نوملړ په دقت چمتو شوی او هدف دا دی چې په دې غونډه کې د ټولو افغانانو استازي برخه واخلي، په دې سره به د ښاغلي برکات په وینا د سولې لپاره بین الأفغاني خبرې هراړخیزې او بحثونه به یې پرانیستي وي.

د دې غونډې له یو شمېر ګډونوالو سره د تېرې چارشنبې په ورځ (اپریل ۱۷مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو سیاسي مشرانو وکتل.

غونډې ته ښاغلي غني په خپله وینا کې وویل، له کابله تلونکی پلاوی د قطر په غونډه کې د افغان دولت او ملت استازیتوب کوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د دې غونډې له یو شمېر ګډونوالو سره د تېرې چارشنبې په ورځ (اپریل ۱۷مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو سیاسي مشرانو وکتل.

د بین الافغاني خبرو لومړۍ غونډه په تېره فبروۍ میاشت کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې په لومړي ځل طالب استازو له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په ګډه غونډه کې برخه واخیسته.

په دغې غونډه کې د سولې پر امکاناتو خبرې وشوې او د دا ډول غونډو پر دوام ټینګار وشو.

امریکايي چارواکو ویلي په قطر کې به له طالب استازو سره د شپږم پړاو خبرې د قطر له دې غونډې وروسته وشي.

اړونده مطالب

ورته مطالب