کندهار: "د سولې غږ" د اوربند او تلپاتې سولې غوښتنې لاریون

دغه کسان، چې د سولې په شعارونو سمبالې جنډې له ځان سره لېږدوي، د جګړې او افغان وژنې ضد شعارونه ورکوي.
Image caption دغه کسان، چې د سولې په شعارونو سمبالې جنډې له ځان سره لېږدوي، د جګړې او افغان وژنې ضد شعارونه ورکوي.

سلګونو کندهار مېشتو "د سولې غږ" په نامه د یوه پراخ لاریون پر مهال د تلپاتې اوربند او سولې غوښتنه وکړه. لاريون کوونکو د جګړې له ښکېلو غاړو، سياستوالو او د افغانستان له ګاونډیانو د افغان سولې په راوستلو کې د رښتیني ګام اخیستو غوښتنه وکړه.

لاریونوالو په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان په ستونزه کې له ښکېلو غاړو د دايمي اوربند، له نړیوالو څخه د سولې د قوي ضمانت، د ملي ګټو ساتل او له سولې وروسته له نړیوال اقتصادي مرستندویانو هم غوښتنه وکړه.

د جګړې غم ځپلی او د سولې ارمانجن عبدالغني کاکا ومړ

د هلمند سولې کاروان؛ سالنګونه او کږلېچونه

له هلمنده تر کابله؛ ''د سولې کاروان''

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی وایي، سلګونه لوی او واړه د کندهار ښار مرکزي برخې شهیدانو څلورلارې ته راوتلي دي.

دغه کسان، چې د سولې په شعارونو سمبالې جنډې له ځان سره لېږدوي، د جګړې او افغان وژنې ضد شعارونه ورکوي.

د "سولې غږ" په نوم د دغه لاریون لپاره یوه ورځ وړاندې امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د کندهار ښار یو شمېر بازارونه هم په همدې موخه تړل شوي دي.

د ښار په مرکزي برخو او واټونو کې په لوی شمېر ځانګړي ځواکونه ځای پرځای شوي. لاریونوال وایي، ''هغوی چې سوله نه غواړي جګړه مار دي او په جګړه کې یې ګټه ده. ''

راوتلي لاریون کوونکي د کندهار ښار له شهیدانو څوکه روان او بیا شاوخوا پنځه کیلومتره پلې د کندهار ښار احمد شاهي لوبغالي کې راغونډه شول.

د لاریون سمبالوونکو د خپلو ویناوو پر مهال د جګړې له ښکېلو غاړو او ګاونډیانو د سولې په راتګ کې د رښتونو هڅو غوښتنه وکړه.

د لاریون په وروستيو کې یو پنځه ماده ییز پرېکړليک هم وړاندي شو، چې په کې د حکومت له وسله والو مخالفانو، افغان حکومت، بهرنیو ځواکونو او ګاونډیانو نه د اوربند له بهرنيو ځواکونو د سولې د تامين د ضمانت غوښتنه وشوه.

د دغه لاریون تنظیموونکو وړاندې بي بي سي ته د یوې مرکې پر مهال ویلي وو، دغه لاریون به د قطر په دوحه کې د افغان لوري او طالب استازو تر منځ پرجوړېدونکي کنفرانس هم پاموړ اغېز ولري.