اسدالله خالد: د غزني ښار به سقوط ته پرې نه ږدو

اسدالله خالد د انځور حقوق fb
Image caption اسدالله خالد وايي، له غزني ښاره نیولې بیا تر ولسوالیو پورې پوځي عملیات پراخوالی ومومي.

په غزني کې دامنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان جنرال سکاټ میلر پنج شنبه غزني ته تللي وو.

د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد دغزني له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغزني ښار به بیا د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

هغه وویل، د غزني دامنیت د ټینګښت لپاره يې پراخ عملیاتي پروګرامونه په پام کې نیولي دي. د ښاغلي خالد په خبره دا عملیات به له غزني ښاره نیولې بیا تر ولسوالیو پورې پراخوالی ومومي.

''دا مو ژمنه ده، چې موږ به د الله تعالی په مرسته د غزني ټول مشکلات حل کوو، د غزني له ښاره نیولې تر وروستۍ ولسوالۍ پورې، بلکې د افغانستان تر وروستۍ ولسوالۍ پورې به په نوبت سره د ستونزو د حل لپاره لکه تاسې چې وینئ، اقدام کوو، بلکې پیل کړی مو دی.''

د پاکستان پوځ د غزني له جګړې د ټپیانو ور وړل رد کړي

"ولې پر غزني د طالبانو بريد افغان حکومت او امريکايانو ته مهم دى"

په دا وروستیو کې د هوا له تودېدو سره په غزني ښار او اړوندو ولسوالیو کې دطالبانو بریدونه زیات شوي دي.

Image caption په دا وروستیو کې د هوا له تودیدو سره په غزني ښار او اړوندو ولسوالیو کې دطالبانو بریدونه زیات شوي دي.

له دې وړاندې د غزني یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي وو، چې طالبان په ځینو ولسوالیو او د غزني ښار ته نژدې سیمو کې راټول شوي دي او په غزني ښار باندې د برید پلان لري.

Image caption د تېر کال اګست کې طالبان پر غزني ښار له بریده وروسته ښار ته ننوتل

وسله والو طالبانو تېر اګست کې له دریو لورو پر غزني ښار بریدونه وکړل، د ښار ډېرې برخې یې ونیولې او نژدې تر یوې اونۍ پورې د ښار په لارو کوڅو کې نښتې روانې وې.

یوې روغتیايي سرچینې بي بي سي ته هغه مهال وویل، چې د غزني هغې جګړې په وژل شویو کې ۶۸ پولیس، ۱۶ حکومت مخالف وسلوال، ۱۳ ولسي وګړي وو او پاتې مړي نه وو پېژندل شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب