دوحه کې بین الافغاني کنفرانس؛ 'لغوه' شوی که 'ځنډېدلی'؟

دوحه د انځور حقوق AFP
Image caption ټاکل شوې وه قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې لومړی پړاو یې په مسکو کې ترسره شوی، د روانې اپرېل پر ۲۰ او ۲۱مه ترسره شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دوحه کې د سولې په تړاو د افغانانو خپلمنځۍ ناسته وروسته تر هغه د قطري چارواکو له لوري 'لغوه' شوه، چې افغان حکومت په کابل کې د ګډونوالو پر چمتو شوي نوملړ ټینګار وکړ.

خو په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات پر ټویټر لیکلي، د سولې لپاره دغه بین الافغاني کنفرانس "ځنډېدلی" دی: ''په ډېر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نېټه ترسره کېدو، ځنډېدلی دی. له بده مرغه لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو اړتیا شته".

ښاغلی برکات وايي، د غونډې د اجنډا پرسر د هېڅ لوري اختلاف نشته او ټول لوري د سولې راتګ ته ژمن دي، خو د ګډونوالو د لېست پرسر لا هم هوکړه نه ده شوې، ترڅو داسې ګډونوال د نورو په استازیتوب راشي چې کنفرانس په بریا سره ترسره شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دوحې ته د افغان پلاوي د سفر له چمتووالي وروسته یې په ډېره حیرانتیا له قطره د ګډونوالو یو بل نوملړ ترلاسه کړ.

افغان حکومت وايي په دې نوملړ کې ولسي انډول په پام کې نه و نیول شو او دا کړنه یې د افغانانو ملي ارادې او پرېکړې ته سپکاوی بللی.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانانو خپلمنځۍ ناستې لپاره د افغانستان له لوري ټاکل شوی ۲۵۰ کسیز پلاوی چې ۵۲ یې ښځې دي، له اوږدو سلا مشورو وروسته وټاکل شو.

ویناپاڼه زیاتوي، یو شمېر سیاسي مشرانو له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ناسته کې پرېکړه وکړه چې د قطر دولت له لوري د افغان دولت پلاوي ټاکل د منلو نه دي او له هغوی دې وغوښتل شي چې د افغانستان لخوا دې ټاکل شوی پلاوی د دوحه کنفرانس ته ومني.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وايي، دا چې قطر ونه توانېده چې د افغان لوري دا غوښتنه پرځای کړي، نو د افغانانو دا خپلمنځي ناسته یې "لغوه" کړه.

د طالبانو غبرګون

طالبانو ویلي، د افغان حکومت هڅه دا وه چې د طالبانو او حکومت ترمنځ غونډه جوړه شي، چې له دې سره طالبان مخالف وو.

طالبانو ویلي، د مسکو کنفرانس پرتله یې د قطر کنفرانس کې د څو برابره ډېرو ښځو او سړو پر ګډون موافقه کړې وه.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان چارواکو هیله دا وه چې د 'خپلې خوښې کسان' به د دوحې ناسته کې د 'حکومت په استازیتوب ګډون کوي'، چې په وینا یې، همدا د کنفرانس د ځنډېدو لامل شو.

د کنفرانس ځنډېدو خلیلزاد نهیلی کړی

بل لوري ته د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ددغې ناستې پر وړاندې د خنډ راولاړېدو له امله نهیلي ښودلې ده. خو نوموړی پخپل پیغام کې د کنفرانس د لغوه کېدو نه، بلکې یوازې د ځنډېدو وايي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي په ټویټر کې راغلي چې: "خبرې اترې به تل د یوې سیاسي لار نخچې او تلپاتې سولې کونجي (کیلي) وي. بل هېڅ بدیل نه شته. زه پر ټولو غاړو په ټینګه غږ کوم چې له دې شېبې دې ګټه واخلي او د ګډونوالو پر داسې یوه نوملړ سلا کېدو سره دا بهیر بېرته پر لاره سم کړي، چې پکې د ټولو افغانانو خبره شوې وي. که زما مرستې ته اړتیا وي، زه مرستې ته تیار یم."

د افغانانو خپلمنځۍ ناستې لپاره د افغانستان له لوري ټاکل شوی ۲۵۰ کسیز پلاوی چې ۵۲ یې ښځې دي، له اوږدو سلا مشورو وروسته وټاکل شو.

ځینو سیاستوالو یې د څرنګوالي په تړاو نارضایتي وښوده او طالبانو یې د غړو شمېر له اړتیا ډېر وباله.

ټاکل شوې وه قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې لومړی پړاو یې په مسکو کې ترسره شوی، د روانې اپرېل پر ۲۰ او ۲۱مه ترسره شي.

خو اوس روان کړکېچ ته په پام سره، دا به ډېر ګران وي چې وویل شي دا ناسته به کله جوړېږي او یا جوړېږي به هم او که نه.

د انځور حقوق @US4AfghanPeace

ورته مطالب