افغانستان کې د ولسوالانو اجرایوي رول ډېرېږي

عبدالمتین بیک د انځور حقوق FB: GMIC
Image caption خلکو ته د حکومت حساب ورکولو پروګرام کې د سیمه ییزو ارګانونو مشر عبدالمتین بیک وویل د ولسوالانو دنده یوازې د پېژندپاڼو وېش او یا په لاسوندونو لاسلیک نه دی.

افغان دولت پرېکړه کړې چې د ولسوالانو اجرايي مسؤولیت ډېر کړي او خلک به په خدماتي چارو کې پیاوړی رول ولري.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي پخوا ولسوالانو اجرايي واک درلود؛ خو د وخت په تېرېدو یې واک کمزوری شو او نمایشي بڼه یې ومونده.

خلکو ته د حکومت حساب ورکولو پروګرام کې د سیمه ییزو ارګانونو مشر عبدالمتین بیک وویل د ولسوالانو دنده یوازې د پېژندپاڼو وېش او یا په لاسوندونو لاسلیک نه دی.

ښاغلی بیک وايي هڅه کوي، هم د ولسوالانو رول پیاوړی کړي او هم د هغوی په ګومارنه او له دندې یې ګوښه کولو کې خلک رول ولري:

"مخکې د ولسوالانو د کړنو د ارزونې معیار عمودي و، په دې مانا چې د والي او یا هم د مرکزي ادارې له لوري تر سره کېده. اوس نو د خلکو رضایت د ولسوال د اغېز معیار ټاکي، ۵۰ سلنه ارزونه به امرانو او ۵۰ سلنه به د خلکو او ځايي اوسېدونکو له لوري ترسره کېږي. له دې وروسته به په دنده د ولسوال ټاکل کېدل، د خلکو رضایت اندازې پورې اړه ولري. پر دې طرحې اداري اصلاحات سره په ګډه کار کوو، دا د سیمه ییزې حکومتولۍ په بڼه کې ژور بدلون دی."

افغان حکومت په وروستیو کلونو کې ویلي، د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، د فساد کموالي او ولسوالیو کې د چارو ځنډونې مخنیوي لپاه، د افغانستان د ټولو ولسوالیو بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي.

په وروستیو کې ځیني ولسوالان د ازادو سیالیو له لارې په دندو وګومارل شول.

د کندوز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري له دغو ولسوالانو دی. ښاغلی امیري وايي مخکې تردې د ولسوالانو اجرايي واک کمزوری وو او د خلکو ستونزو لپاره یې په خلاص مټ کار نه شوای کولی:

"ولسوالانو ته یوه اندازه بودیجه ورکول کېږي چې د خلکو وړې ستونزې ور حل کړي، ولسوالانو ته واک ورکړل شوی چې د عدلي - قضايي ارګانونو په ګډون د ولسوالۍ په کچه له ټولو ادارو څارنه وکړي او ورڅخه رپوټونه وغواړي. مخکې تردې ولسوالان دا واکونه نه درلودل."

د تخار د رستاق ولسوال عبدالغفور لودي د سیمه ییزو ارګانونو په وړاندیز او د ولسمشر په حکم ګومارل شوی دی. ښاغلی لودین وايي ددې طرحې عملي کېدل به د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا او د چارو د لا ښه کېدا لامل شي:

"که دا عملي شي، د ښې حکومتولۍ، اداري، د کلیو پراختیا او په ګڼو نورو برخو به ښه اغېز وکړي او سیمه ییزه حکومتولي به وده وکړي."

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption دغه اداره همدارنګه اعلان کړی، وروسته له دې به خلک د ولسوالانو په ارزونه کې رغنده رول ولري.

افغانستان کې لاهم د ولسوالۍ شوراګانې نه دي جوړې شوې، خو ټاکل شوې په لومړي ځل د ولسوالۍ شورا ټاکنې به د را روانو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره شي. دا شوراګانې به د ولسوالانو کړنې وڅاري او د سیمه ییزو چارو تر سره کېدو کې به له خلکو سره وي.

افغانستان شاوخوا ۴۰۰ ولسوالۍ لري، خو په ځینو ولسوالیو چې شمېر یې مالوم نه دی، طالبان ولکه یا هم نفوذ لري.