دوحه کنفرانس ځنډېدل؛ طالبانو افغان حکومت ملامت کړ

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو ټینګار دا دی چې د مسکو کنفرانس پرتله یې د قطر کنفرانس کې د څو برابره ډېرو ښځو او سړو پر ګډون موافقه کړې وه.

طالبانو د جمعې په ورځ (اپریل ۱۹مه) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، د دوحې کنفرانس ځکه لغوه شو چې افغان حکومت هڅه کوله د 'خپلې خوښې کسان' دې ناستې ته د خپلو استازو په توګه ور ولېږي. طالبان وایي، دوی د افغان حکومت له دې ګام سره مخالفت درلود او همدا د کنفرانس د ځنډېدو لامل شو.

د طالبانو ټینګار دا دی چې د مسکو کنفرانس پرتله یې د قطر کنفرانس کې د څو برابره ډېرو ښځو او سړو پر ګډون موافقه شوې وه، او ان د افغان حکومت ځینې برحاله چارواکو له ګډون سره یې هم مخالفت ونکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ پرون یکشنبه په خپله اعلامیه کې ویلي وو، د قطر د حکومت لخوا د ګډونوالو یو متبادل لېست افغان حکومت ته وسپارل شو، چې افغان ملت ته نه منلو نه و.

افغان حکومت وايي په دې نوملړ کې ولسي انډول په پام کې نه و نیول شو او دا کړنه یې د افغانانو ملي ارادې او پرېکړې ته سپکاوی بللی.

ارګ په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې د ګډونوالو د لېست پر سر د اختلاف له امله د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ، خو طالبانو نن جمعه په خپله اعلامیه کې د کنفرانس د ځنډېدو پړه پر افغان حکومت ور اچولې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان وایي، دوی له خپلې خوا د ګډونوالو لېست ټاکلو کې نرمي ښودلې

په همدې حال کې په قطر کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات پر ټویټر لیکلي، د سولې لپاره دغه بین الافغاني کنفرانس "ځنډېدلی" دی:

''په ډېر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نېټه ترسره کېدو، ځنډېدلی دی. له بده مرغه لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو اړتیا شته".

د خلیلزاد نهیلي

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ددغې ناستې پر وړاندې د خنډ راولاړېدو له امله نهیلي ښودلې ده. خو نوموړی پخپل پیغام کې د کنفرانس د لغوه کېدو نه، بلکې یوازې د ځنډېدو وايي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي په ټویټر کې راغلي چې: "خبرې اترې به تل د یوې سیاسي لار نخچې او تلپاتې سولې کونجي (کیلي) وي. بل هېڅ بدیل نه شته. زه پر ټولو غاړو په ټینګه غږ کوم چې له دې شېبې دې ګټه واخلي او د ګډونوالو پر داسې یوه نوملړ سلا کېدو سره دا بهیر بېرته پر لاره سم کړي، چې پکې د ټولو افغانانو خبره شوې وي. که زما مرستې ته اړتیا وي، زه مرستې ته تیار یم."

د افغانانو خپلمنځۍ ناستې لپاره د افغانستان له لوري ټاکل شوی ۲۵۰ کسیز پلاوی چې ۵۲ یې ښځې دي، له اوږدو سلا مشورو وروسته وټاکل شو.

ځینو سیاستوالو یې د څرنګوالي په تړاو نارضایتي وښوده او طالبانو یې د غړو شمېر له اړتیا ډېر وباله.

ټاکل شوې وه قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې چې لومړی پړاو یې په مسکو کې ترسره شوی، د روانې اپرېل پر ۲۰ او ۲۱مه ترسره شي.

خو اوس روان کړکېچ ته په پام سره، دا به ډېر ګران وي چې وویل شي دا ناسته به کله جوړېږي او یا جوړېږي به هم او که نه.

ورته مطالب