'کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر ۱۲ مترو لوړه شوې'

کابل د انځور حقوق AFP
Image caption وروستي ورښتونه کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو د کچې لوړېدو لامل ښودل شوی

یوې نوې ارزونې ښودلې چې په کابل کې د اوبو کچه له ۲ تر ۱۲ مترو پورې لوړه شوې. د اوبو او برېښنا وزارت یې لامل ورستي ورښتونه بولي او وايي په ډېرو ولایتونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او ډېر ژر به یې شمېر خپور شي.

وړاندې حکومت په ځینو لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو کچې ټیټېدو او د وضعیت 'کړکېچن' کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

وروستي ورښتونه او د سېلابونو راوتل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سر او مال زیان اړولی دی، خو تر ځمکې لاند د اوبو کچه یې لوړه کړې ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سږني ورښتونه شاوخوا ۱۶۰ میلیمتر یا د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره ډېر اټکل کړي.

تېر کال په افغانستان کې ژمی او پسرلی ورښتونه لږ وو. د شمېرو له مخې شاوخوا ۳۷ میلیمتره ورښتونه شوي وو.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، تېر کال واورو او ورښتونو کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه کړې ده.

"په وري میاشت کې مو اندازه ونیوله، ښکاري چې د تېر کال له حمل/وري میاشتې راهیسې په منځني ډول تر ځمکې لاندې د اوبو کچه له ۲ تر ۱۲ مترو پورې لوړه شوې ده او په ځینو سیمو کې ۱۸ متره لوړې شوې وې، خو په ځینو نورو کې بیا نیم یا یو متر."

وړاندې افغان حکومت په ځینو ولایتونو او ښارونو، په تېره بیا ګڼ مېشتي کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه چې په وینا یې ان په ځینو برخو کې تر ۲۲ مترو پورې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه راټیټه شوې ده.

افغان چارواکي وايي، د اوبو د کچې له لوړېدو سره سره، بیا هم له اوبو ګټه پورته کول انډول نه دی.

د رسمي شمېرو له مخې، هر کال د ورښتونو له امله په کابل کې ۲۵ میلیونه مټرمکعبه اوبه زېرمه کېږي، خو شاوخوا ۸۷ میلیونه مټرمکعبه اوبه مصرفېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption وروستیو ورښتونو افغانستان کې د سر او مال زیانونه هم لرل.

کابل د شاوخوا پنځه میلیونه وګړو په درلودلو د افغانستان د هغو ولایتونو په کتار کې راځي، چې ډېر وګړي لري.

د چارواکو په وینا، که خلک د اوبو په مصرف کې له احتیاطه کار وانخلي، د ژوند پر چاپېریال به ناوړه اغېز وکړي.

ورته مطالب