'د افغانستان پر مخابراتو وزارت برید کې اوه کسان وژل شوي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر مخابراتو وزارت ډله ییز برید

افغان امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت پر ودانۍ د وسله والو هغه برید پای ته رسېدلی، چې نن 'شنبه اپریل ۲۰ ' له غرمې مخکې پيل شوی و. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه برید کې اوه کسان وژل شوي او اته کسان ټپیان دي.

په وژل شویو کې دوې ښځې، او پنځه سړي دي. نوموړی زیاتوي برید د ټولو څلورو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

د چارواکو په خبره، د ورځې څه کم ۱۲ بجې لومړی د مخابراتو وزارت ودانۍ ته څېرمه چاودنه وشوه او بیا بریدګر د دې وزارت انګړ ته ننوتي وو.

وړاندې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي وو، پېښه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی نه دی کړی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د دوو وژل شویو بریدګرو تصویرونه خپاره کړي، چې پوځي یونیفورم یې اغوستي.

د افغان چارواکو په وینا له د برید سیمې له شاوخوا ودانیو سلګونه کسان د خوندیتوب په موخه ایستل شوي وو. دا له څو میاشتو نسبي کرارۍ وروسته کابل کې د تاو تریخوالي یوه وروستۍ پېښه ده.

د انځور حقوق Anadolu Agency/getty images

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، افغان امنیتي ځواکونو په مخابراتو وزارت کې چاڼییز عملیات کړي او د دې وزارت کارکووونکي یې ژغورلي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید سخت غندلی او دا یې 'پر ملکي مامورینو او عامه تاسیساتو د افغانستان د دښمنانو برید ' بللی.

د کورنیو چارو وزارت مسولینو په خبره، بریدګرو د مخابراتو وزارت ته څېرمه له 'یوه زیارت نه ګټه پورته کړې' او د ننه شوي وو. سیمه کې یو عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، لومړی مخابارتو وزارت ته نژدې زیارت سره چاودنه وشوه او شاوخوا څلور بریدګر د وزارت انګړ ته ننوتل او ډزې پیل شوې.

یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې بریدګرو د مخابراتو وزارت د ننه په مرکزي پوست خونه برید وکړ.

د انځور حقوق EPA

ورته مطالب