ورځپاڼې: خلیلزاد د سولې راوستو لپاره مناسب کس دی

د انځور حقوق EMBASSY OF THE UNITED STATES, KABUL
Image caption حامد کرزي ویلي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د همدې دندې لپاره ترټولو وړ کس دی او دده په نظر امریکا غواړي په افغانستان کې د روان کړکېچ لپاره د حل یوه لاره ومومي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د مخکني ولسمشر حامد کرزي هغه خبره را اخستې چې وايي په افغانستان کې هغه وخت سوله کېدای شي چې د طالبانو په ګډون ټول افغانان سره راټول شي او خبرې وکړي.

نوموړي د قطر ناستې د ځنډیدو له امله ناخوښي ښودلې خو له امریکا يي غوښتنه کړې چې له خپل نفوذه کار واخلي او د دې غونډې جوړېدو ته لاره هواره کړي.

حامد کرزي ویلي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د همدې دندې لپاره ترټولو وړ کس دی او دده په نظر امریکا غواړي په افغانستان کې د روان کړکېچ لپاره د حل یوه لاره ومومي.

خو له امریکا یې غوښتنه دا کړې چې په دې برخه کې په رڼه بڼه عمل وکړي.

دپلومات مجلې هغو ننګونو ته کتنه کړې چې افغانستان د یوه ټرانزیټ او د سیمو د هېوادونو د یوه نښلوونکي هېواد په توګه ورسره مخامخ دی.

د دې مجلې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکل شوي چې افغانستان ډیر چانس لري چې د سیمې د اتصال د یوې نقطې په توګه رول ولوبوي.

خلیلزاد: د عمران خان څرګندونې رغنده نه وې

خلیلزاد: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د کلونو خبره ده

خلیلزاد: پاکستان او قطر باید د طالبانو پسرلني عملیات وغندي

لکه دا چې د چین د یو کمربند یوې لارې پروژې ، چابهار او لاجوردو لارې د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي او د سیمې هېوادونه د افغانستان د خاورې له لارې سوداګریزې اړیکي ټینګې شي.

مجله لیکې د افغانستان موقعیت ستراتیژیک ارزښت لري او اوسنی حکومت هم د همداسې څه لپاره هڅه کوي چې افغانستان له دې ارزښت ګټه پورته کړي او اقتصادي وده وکړي.

خو په مطلب کې په افغانستان کې د سیاسي ټیکاو نشتوالی، جګړه او بنسټونو کمزورتیا دداسې څه په توګه یاد شوي چې دې موخې ته د افغانستان د رسیدو په لار کې خنډ دي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي دا چې دانتقال لسیزې پای په رانږدې کېدو دی او په ۲۰۲۴ کال کې به افغانستان سره بهرنۍ مرستې بندیږي نو اړتیا ده چې بنسټونه جوړ شي، حکومتولي پیاوړې شي او اداري فساد مخه ونیول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption واشنګټن ورځپاڼې د مخکني ولسمشر حامد کرزي هغه خبره را اخستې چې وايي په افغانستان کې هغه وخت سوله کېدای شي چې د طالبانو په ګډون ټول افغانان سره راټول شي او خبرې وکړي.

په لیکنه کې د یوې تازه څېړنې سپارښتنو ته اشاره شوې چې وايي ددې موخې تر لاسه کولو لپاره په کار ده چې د سیمه ییز اتصال لپاره افغانستان خپل نوښتونه وکړي، د سیمې هېوادونه په بنسټیزو پروژو کې پانګونې ته وهڅوي او خپلو اقتصادي اړیکو کې باید د سیمې د هېوادونو سره اړیکو کې انډول وساتي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز خپل سرمقاله د ښځو امنیت ته ځانګړې کړې او لیکي په دې برخه کې په ډاګه شوې شمیرې ښيي چې دولت د ښځو د زورولو او له دوی سره د زور زیاتي د مخنیوي په برخه کې خپله دنده نه ده ترسره کړي.

ورځپاڼه پاکستاني چارواکو ته سپارښتنه کوي چې د داډول پیښو کې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره لاس په کار شي. اوسني وضعیت ته په کتو ورځپاڼه لیکي داسې ښکاري چې پاکستان په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره اوږد مزل په مخکې لري.

برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل هغه ماشوم د نړۍ تر ټولو کوچنی بللی چې په روغتون کې له زیږیدو نږدې شپږ میاشتې وروسته اوس دې ته چمتو شوی چې کور ته ولاړ شي. دا جاپانی ماشوم چې ریسوکي سکییا نومیږي د زیږیدو پرمهال یوازې دوه سوه او اته پنځوس ګرامه و. ډیلي میل لیکي ددې ماشوم وزن یوازې د یوې مڼې په اندازه و . له دې وړاندې یو بل ماشوم چې هغه د جاپان و د ۲۶۸ ګرامه وزن په لرلو سره د نړۍ کوچنی ماشوم پیژل شوی شوی و.

د ریسوکي مور وايي دا خوشاله ده چې زوی یې وده کړې او دا کولی شي هغه ته شیدې ورکړي.