پر مخابراتو وزارت برید
پر مخابراتو وزارت برید
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت باندې برید شوی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، بریدګر له چاودنې وروسته د مخابراتو وزارت انګړ ته دننه شوي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوه ټویټ کې ویلي چې د کابل ننۍ پېښې نه شپږ ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي دي.