کابل: د پاکستان په مالي مرسته محمد علي جناح روغتون پرانیستل شو

کابل د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د پاکستان په مالي مرسته یو ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو، چې د پاکستان موسس محمد علي جناح نوم ورکړل شوی دی.

د شنبې پر ورځ د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز او د پاکستان پارلماني چارو فدرالي وزیر علي محمد خان دغه روغتون پرانیست.

د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال محمد سرور دانش دغو مراسمو کې د مشر میلمه په حیث ګډون کړی و. د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه روغتون پر رغوونه ۲۴ میلیونه ډالره لګښت شوی او اوس رسماً افغان حکومت ته سپارل شوی دی.

د عامې روغتیا افغان وزیر فیروزالدین فیروز افغانستان ته د دغه روغتون ډالۍ کولو له کبله مننه وکړه.

نوموړي دغه راز په لوګر کې د نایب امین الله خان په نامه د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون او دغه راز جلال اباد کې د نښتر په نامه د پښتورګو درملنې مرکز کې د پاکستان مالي مرستې ستاینه وکړه.

پاکستان وايي له افغانستان سره مالي مرسته کوي

عمران خان: د تورخم لاره به شپه او ورځ پرانیستې وي

"اوزبکستان له مزار تر تورخم پټلۍ جوړول غواړي"

پاکستانی وزیر علي محمد خان وايي، هیله من دی چې جناح روغتون به د افغانستان عامې روغتیا برخه کې د پاکستان مهمه ونډه وي.

نوموړي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له لوري یوه پيغام کې ویلي، لومړی وزیر د یوه باثباته، خوندي، سوله ییز او خپلواک افغانستان لیدو تمه کوي.

کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان د روغتون پرانیستې مراسمو ته وویل، دغه روغتون د پاکستان له لوري د افغانستان بیارغوونې برخه کې د یو میلیارد ډالرو مالي مرستې او د دواړو هېوادونو د خلکو اړیکو پراختیا هڅو یوه برخه ده.

اړونده مطالب