پر مخابراتو وزارت ډله ییز برید
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر مخابراتو وزارت ډله ییز برید

افغان پلازمېنه کابل کې يو ډله ییز برید له نژدې شپږ ساعته جګړې وروسته پای ته رسېدلی دی. په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او د درېیو ښځو په ګډون شپږ کسان ټپیان دي. چارواکي وایې لږترلږه څلورو بریدګرو له غرمې مخکې د کابل ښار په زړه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر دنګې ودانۍ برید وکړ چې دوه یې په لومړیو کې د افغان ځواکونو لخوا ووژل شول. لا تر اوسه روښانه نه ده او نه هم چا ويلي، چې دا بريد د دوی کار و، خو طالبان وایې دوي په کې لاس نه لري. نجما ځلا د بريد ځای ته ورغلې وه.

اړونده مطالب