طالبانو تخار کې د ایخانم بندر او کمیساري کلابند کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېرکال هم څو وارې ایخانم بندر د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو.

د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې ایخانم بندر او د پوله ساتو ځواکونو کمیساري له څلورو ورځو راپدیخوا د طالبانو له لوري کلابند دي. سیمه ییز چارواکي وايي مرستندوی ځواکونه سیمې ته رسېدلي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي د طالبانو ځپلو له پاره د مرستندویو ځواکونو هڅې تر اوسه بې پایلې دي.

د تخار سیمه ییز چارواکي مني چې د ایخانم بندر سربېره، طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ ډېره برخه خپله ولکه کې راوستې. د وروستیو نښتو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د دشت کلا ولسوال عبدالمناف فیضي بي بي سي ته وویل طالبان اوس مهال ولسوالۍ او د پولیسو قوماندانۍ ته نژدې شوي او د طالبانو ځپلو له پاره د امنیتي ځواکونو هڅې تر اوسه بې پایلې دي.

ښاغلی فیضي وايي د لارو بندېدو له امله، د ایخانم بندر کمیساري یو ټپي پولیس، د درملنې لپاره ګاونډي هیواد تاجکستان ته لېږدول شوی.

ده وویل:

"امنیتي وضعیت کړکېچن دی، په دشت کلا کې مخالفان بریدونه کوي، ایخانم بندر کلابند دی، اکمالاتي لارې یې بندې دي، د دشت کلا ښار په سل - یو سلو پنځوس مترو کې طالبان دي، مرستندوی ځواکونه چې راغلي وو تېره شپه یې په ایخانم او زوړ ښار سیمو کې عملیات پیل کړل، یو څه پرمختګ یې کړی وو، خو نن سهار یې بېر ته شاتګ وکړ. اوس مهال عملیات بند دی، خو پلان جوړ شوی چې بېرته پیل شي."

Image caption مرستندویه ځواکونو تر اوسه کلابندي نه ده ختمه کړې

له دوه اونیو راپدیخوا، طالبانو تاجکستان سره پر پوله دشت کلا ولسوالۍ نیولو له پاره خپل بریدونه ډېر کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې اوس مهال د دغې ولسوالۍ پر ډېره برخه طالبان ولکه لري. ایخانم بندر هم له څلورو ورځو راپدیخوا د طالبانو له لوري کلابند دی.

تالقانو کې یو سیمه ییز خبریال او د ای خانم د سیمې اوسېدونکی اسد الله زمری وايي د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو او پوله ساتو ځواکوو اندېښنې ډېرېږي.

" له څلورو ورځو راهیسې ایخانم بندر او کمیساري د طالبانو له لوري کلابند دي، ټولې لارې بندې دي، په ټول دشت کلا حالات کړکېچن دي، طالبانو ښار کلابند کړی، نن سهار طالبانو ښار ته نژدې د تلاجات په نامه یوه سیمه ونیوله، ډېر امنیتي ځواکونه راغلي خو خپلو کې همغږي نه دي، ځکه پرمختګ نه شي کولی."

تېرکال هم څو وارې ایخانم بندر د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو له څو ورځو راهیسې په سیمه کې بریدونه پیل کړي دي

د ایخانم بندر مسوول منوچهر عدیل وايي د تېر کال د نښتو له امله، ۷۰ سلنه بندري ودانۍ او تجهیزات چې څه باندې ۱۳ ملیونه ډالر لګښت پرې راغلی وو، له منځه لاړل.

" ۷۰سلنه ودانۍ ویجاړه شوې، هیڅ نه دي پاتې. ټول ماشنیونه، اسکنر، تلې، هرڅه چې وو سوځېدلي، له منځه تللي. څه چې په کې پاتې وو هغه د خلکو له لوري ولوټل شول، تېرکال مو مرګ ژوبله هم درلوده، همدا اوس هم سخته ستونزه ده. خدای مه کړه که مرسته و نه شي، په بندر کې شته ځواکونه به ټول له منځه لاړ شي."

ټاکل شوې وه چې په ایخانم بندر کې د امو سیند پر سر یو پل جوړ شي، چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ سوداګریزې راکړې ورکړي پراختیا ومومي، خو د چارواکو په خبره چې د نا امنیو له امله ټولې پرمختیايي چارې په ټپه درېدلي او له تېر یو کال راهیسې یې عواید هم صفر ته را ټیټه شوي.

ورته مطالب