ورځپاڼې: د طالبانو او امریکایانو راتلونکې ناسته څو اونۍ وروسته کېږي

د انځور حقوق Getty Images

هندۍ بزنېس سټنډرډ ورځپاڼې د فرانس پرېس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ ليکلي چې د طالبانو او امريکايي پلاوي په بله ناسته کې به پام له افغانستان د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش ور ټول وي.

ورځپاڼه وايي د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين فرانس پرېس ته ويلي په تېرو پړاوونو کې دواړه غاړې د ځواکونو پر بشپړ وتلو سلا شول نو اوس يوازې اړتيا ده چې پر جزيياتو يې کار وشي.

سهيل شاهين د طالبانو دې ژمنې ته هم اشاره کړې چې په وينا يې نه پرېږدي چې ترهگرې ډلې افغانستان د يوه خوندي ځي په توگه وکاروي او پر نورو هېوادونو له دې ځايه بريدونه پلان کړي.

ورځپاڼه وايي تمه ده چې د خبرو بل پړاو راتلونکو څو اوونيو کې په دوحه کې تر سره شي خو رسما" يې نېټه لا نه ده اعلان شوې

ورځپاڼې بيا د ښاغلي خليلزاد پخوانيو څرگندونو ته هم گوته نيولې چې ويلي و د افغانانو خپلمنځۍ خبرې او اوربند به د ناستې د بل پړاو د ایجنډا برخه وي. ورځپاڼې په ځانگړې توگه د ښاغلي خليلزاد هغه خبره راخيستې چې ويلي یې و "تر هغه چې پر ټولو مسلو هوکړه ونشي پر هېڅ څه هوکړه نه ده شوې."

ورځپاڼې د سهيل شاهين دا خبره هم راخيستې چې ويلي یې دي، دوى اوسمهال کوم دفتر نه لري او د خبري ناستو، د ويناپاڼو خپرولو او د سولې بهير په تړاو په ورځني ډول رسنيو او خلکو ته مالومات ور کولو لپاره دفتر ته اړتيا لري.

د انځور حقوق AFP

نيويارک ټايمز سريلانکا کې د تېرې ورځې بريدونو ته په پام سره وايي د اسيا په لرو بر کې د فرقه يي سياستونو د پياوړي کېدو له امله مذهبي لږکي له کړاو سره مخ دي.

ورځپاڼه وايي د سريلانکا بريدونو وښوده چې په داسې يوه سيمه کې چې پر مذهب او توکم د ولاړ سياست جذابيت ډېرېدو له امله سيکولريزم يا په مذهب نه ولاړ نظام کمزورى کېږي څنگه په اسانۍ سره د بېلابېلو مذهبونو د لارويانو گډ ژوند له منځه ځي.

ورځپاڼه وايي هند کې ښي اړخي له ديني عقايدو گټه پورته کوي او رايه ټولوي او "موږ د هغوى پر وړاندې" داسې يوه فلسفه دودوي چې مسلمانان وېريږي که يوازې بهر ووځي نو پارېدلې ډلې به يې ووژني.

ورځپاڼه ميانمار کې د روهينگيا مسلمانانو حالت ته اشاره کوي او د بنگله دېش او اندونيزيا په اړه وايي په دغو هېوادونو کې په دوديز ډول منځلارو مسلمانو سياستوالو هم اوس توند دريځونه خپل کړي چې د محافظه کارو رايه اچوونکو ملاتړ خپل کړي.