"د ولسي جرګې ۱۷مه دوره څو ورځو کې پرانیستل کېږي"

د انځور حقوق EPA

په افغان حکومت کې سرچینو بي بي سي ته د دوشنبې په ورځ وویل، چې په نږدې ورځو کې(ممکن پنجشنبه) د ولسي جرګې ۱۷ پړاو پرانیستل شي.

د ولسي جرګې د دې پړاو لپاره ټاکنې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته وشوې او پایلې یې له نږدې شپږ میاشتني ځند وروسته اعلانېږي.

دا سرچینه زیاتوي، حکومت هڅه کوي چې له مشورتي لویې جرګې مخکې نوی پارلمان پرانیځي.

دا سرچینه وايي، راتلونکو دوو ورځو کې به له کابل او میدان وردګ پرته د پاتې ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پرېکند پایلې اعلان شي.

* په ولسي جرګه کې د ښځو ځانګړې برخه

* د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونو نوي غړي څوک دي؟

د دې چارواکي په خبره، د کابل او میدان وردګ د ټاکنو پایلې هم تر راتلونکو دوو اونیو اعلانېږي.

دې ته پا پام د کابل او میدان وردګ ولایت له استازو پرته هم د ولسی جرګې ۲۰۱ کسانو حد اقل نصاب پوره کېږي.

دا سرچینه وايي، د دغو دوو ولایتونو د استازو تر راتلو پورې به د نویو غړو لپاره لنډمهالی مشر او اداري پلاوی ټاکل کېږي.

افغان حکومت غواړي چې مشورتي لویه جرګې کې د پارلمان د نویو غړو په ګډون سره د دې جرګې باور او رواتوب یا مشروعیت نور هم زیات کړي.

مشورتي لویه جرګه راتلونکې یکشنبه( د اپرېل ۲۸) کابل کې جوړېږي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د ولسي جرګې د ۱۶ دورې وکیلانو د قانوني مودې تر پوره کېدو وروسته هم تر دریو کلونو ډېر وخت خپل کار ته دوام ور کړ.

د ارګ سرچینه وايي، کله چې د کابل او میدان وردګو د ټاکنو پایلې اعلان شوې د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره به د دې جرګې د غړو ترمنځ ټاکنې وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون وايي، چې له کابل او میدان وردګ ولایت پرته د نورو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې راتلونکو څو ورځو کې اعلانېږي.

خو د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، د کابل او میدان وردګ له وکیلانو پرته د لنډمهالو غړو ټاکل هم حقوقي ستونزه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې تر نږدې څلور کلن ځنډ وروسته په ۳۲ ولایتونو کې د تېر اکتوبر په شلمه او ۲۱ وشوې، خو د کندهار دا ټاکنې یوه اونۍ وروسته وشوې او غزني کې داهم ټاکنې له راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو سره غوټه شوې دي.

د غزني د ۱۶ دورې د پارلمان یوولس غړي به دغه ولایت کې تر ټاکنو پورې خپل کار ته دوام ور کوي.

د تېر حوت په ۱۵ د ولسي جرګې له ژمنیو رخصتیو وروسته د پارلمان د ۱۶ پړاو نهم کال پرانیستل کېده، خو ولسمشرۍ ماڼۍ تیاره نه شوه چې دې پخوانیو وکیلانو سره د پارلمان ور پرانیځي.

د پارلمان د ۱۶ پړاو استازو له قانوني وخت درې کاله ډېر کار وکړ.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې کاري دوره په پنځم کال د سرطان یا چنګاښ په اوله پای ته رسېږي.

ټاکلې وه د افغانستان مشورتي لویه جرګه د سولې بهیر د برخلیک ټاکلو لپاره د تېر کال حوت میاشت کې جوړه شوې وی، خو د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدو او د نویو استازو د نه معلومېدو له امله وځنډول شوه.

دا جرګه له ټول افغانستان د نږدې درې زره استازو سره راتلونکې یکشنبه کابل کې له دریو تر پنځو وروځو پورې له طالبانو سره د سولې چوکاټ او پولوپر ټاکلو خبرې کوي.

جنجالي پارلماني ټاکنې

د افغانستان د تېر کال د ولسي جرګې پر ټاکنو د ډېرو درغلیو تور پورې کېږي.

د دې ټاکنو پایلې له خپلې نېټې سره سم اعلان نه شوې او میاشتې وځنډول شوې.

بې نظمۍ او دغه ادعاوې سبب شوې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنیزو کمېسونونو غړي له دندو لرې او ممنوع الخروج اعلان او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

اوس د دې کمېسونونو نوي غړي د دې ټاکنو د پایلو ارځونه په غاړه لري.

ورته مطالب