د دوحې کنفرانس له تنظیموونکي سره ځانګړې مرکه
د دوحې کنفرانس له تنظیموونکي سره ځانګړې مرکه
د دوحې د لغوه شوې غونډې سمبالوونکی وايي د افغانانو د خپلمنځي خبرو بیا پیلېدا ته یې هیلې نه دي بایللې.
ټاکل شوې وه د طالبانو په ګډون يو شمېر افغان سياستوال، مخور او فعالان د اپرېل پر ۲۰ او ۲۱ په دوحه کې سره کيني، خو د ګډونوالو پر شمېر او ترکيب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اختلاف پرسر دا ناسته ونه شوه.
د غونډې سمبالښت د قطر د شخړو او بشري څېړنو مرکز کړی، مشر مدير یې سلطان برکات وايي هڅې روانې دي چې د شمېر او ترکیب پر سر توپیرونه لرې او خپلمنځي خبرو ته لار جوړه شي.
دوحې ته زموږ ورغلي همکار اسماعيل سعادت له ښاغلي برکات سره پر همدغو موضوعګانو خبرې کړي او پیل یې له دې کړی چې غونډه ټیک په کوم دلیل ونه شوه؟