طالبانو ته په ځینو هېوادونو کې د سیاسي دفتر وړاندیز

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان وایي، افغان حکومت قصدا د دوحې کنفرانس ځنډولی
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، داسې هڅې روانې دي چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان طالبانو ته دفترونه پرانستل شي، او په دې توګه د سولې خبرې د قطر له انحصاره و ایستل شي.
سرچینې بي بي سي ته ویلي، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو وړاندیز کړی دی. دغه سرچینه وایي چې دغه خبرې تر اوسه یوازې د بحثونو په کچه دي.
د سرچینې په باور، لومړنۍ بین الافغاني ناسته به قطر کې کیږي او تمه ده دویمه هغه به د ازبکستان په سمر قند ښار کې چې اسلامي ارزښت هم لري، ترسره شي.
تېره اونۍ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي هم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، ښه به دا وي چې د سولې خبرې د قطر پر ځای کوم بل هېواد کې وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانانو لومړنۍ خپلمنځي ناسته په مسکو کې شوې وه، خو افغان حکومت پکې ګډون نه درلود
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، دوه ورځې وړاندې یې دوحه کې له یوشمیر بهر میشتو افغانانو سره غونډه کړې ده. طالبانو په دغې غونډه کې د دوی د مرکچي پلاوي د یوه غړي امیرخان متقي خبرې خپرې کړي چې نوموړی په کې د قطر غونډې د لغوه کېدو پړه پر افغان حکومت اچوي.
د ده په وینا، د دوحې کنفرانس د ګډونوالو هغه لېست چې افغان حکومت چمتو کړی و، له دوه اړخیزې هوکړې سره په ټکر کې وه.
خو افغان حکومت بیا تېره اونۍ اونۍ ادعا کړې وه چې دوحې کنفرانس د کوربه هېواد قطر لخوا لغوه شو، او لامل یې د ګډونوالو د لېست پر سر اختلاف وښود.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي امیر خان متقي په نا مستقیم ډول ویلي، تر هغو چې له امریکایانو سره د دوی خبرې وروستۍ نه شي، د افغان حکومت له استازو سره خبرې نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر غني او مایک پومپیو د دوحې کنفرانس په لغوه کېدو خواشیني ښودلې
په همدې حال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وروستیو ټیلفوني خبرو کې د دوحې کنفرانس په لغوه کولو خواشیني ښودلې.
په دې تړاو د ارګ په اعلامیه کې راغلي، په دې خبرو کې ټینګار وشو چې باید تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د بېلابېلو اقشارو استازو ته له طالبانو سره د ډیالوګ زمینه برابره شي.
د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله بیا وایي، د پخلاینې د مشرتابه نوې جوړه شوې شورا باید خپل کار ته دوام ورکړي چې سوله کې د ښکیلو خواوو خبرو ته زمینه برابره کړي.
طالبانو او افغان حکومت که څه هم تراوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې د دوحې کنفرانس له لغوه کېدو سره سره دوی بیا هم هغه هېواد یا کوم بل ځای کې جرګه کیږي او که نه، خو دواړه لوري وایي، چمتو دي چې د سولې هڅې له سره پيل کړي.