خلیلزاد د افغان سولې بهیر ته نړیوال ملاتړ ډېرولو لپاره بیا سفر پیل کړی

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images
Image caption سرچینه وايي، زلمی خلیلزاد به کابل کې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د افغانانو خپلمنځي خبرو او بحث او د سولې ټینګټ په پار د ټولو خواوو پر هڅولو سلا مشوره وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په لار کې یو کوچنی ټکان دا بهیر نه شي ورو کولی او هڅه کوي چې د افغان لورو ترمنځ د خبرو لپاره نړیوال ملاتړ ډېر کړي.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د امریکا په هڅو په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په پار یې یوځل بیا د موزو مزي کش کړي دي.

نوموړی وايي، دا ځل یې هڅه دا ده چې د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو او بحث لپاره د نړیوالو ملاتړ لا ډېر کړي او د سولې په دې لار کې تیندک د مخنیوي لامل نه شي کېدای.

بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، زلمي خلیلزاد د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه د مۍ تر ۱۱مې پورې افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او برتانیا ته خپل سفر پیل کړی دی.

سرچینه وايي، زلمی خلیلزاد به کابل کې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د افغانانو خپلمنځي خبرو او بحث او د سولې ټینګښت په پار د ټولو خواوو پر هڅولو سلا مشوره وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به لندن، مسکو، اسلام اباد او نوي ډیلي کې د افغان سولې لپاره د نړیوال ملاتړ خپلولو او تلپاتې سولې لپاره له بېلابېلو اړخونو سره وګوري.

په پام کې ده چې خلیلزاد د قطر په دوحه کې له له طالبانو سره خبرو ته دوام ور کړي او د افغانانو خپلمنځي کنفرانس کې یې ګډون ته وهڅوي.

په پام کې وه چې په قطر کې له طالبانو سره له کابله د ورتلونکي پلاوي ترمنځ کنفرانس او خبرې وشي، خو ظاهراً دا کنفرانس د دواړو لورو ترمنځ د ګډونوالو د نوملړ پر سر د اختلاف له کبله لغوه شوه.

د سولې لپاره 'د افغانانو خپلمنځي' لومړۍ غونډه د فبروري په لومړیو کې په مسکو کې جوړه شوې وه چې ځینو افغان مشرانو پکې ګډون کړی و.

تېره ورځ، یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، داسې هڅې روانې دي چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم طالبانو ته دفترونه پرانیستل شي، چې د سولې خبرې د قطر له انحصار ووځي.

سرچینه وايي، اندونیزیا، برونای او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو وړاندیز کړی دی.

ورته مطالب