ورځپاڼې: د ایران پر سر د چین او امریکا ناندرۍ

بیرغونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption چين هره ورځ له ايران ٥٠٠ زره بيلره تيل پېري. د امريکا دا کړنه له چين سره کېدونکى يو ډېر سوداگرييز مهم تړون چې اوس ورباندې کار روان دى له خطر سره مخامخولى شي.

نيويارک ټايمز د ايران پر تيلو د امريکا له لوري له لگېدلو بنديزونو د اتو هېوادونو د معافيت ختمولو په تړاو خپاره کړي مطلب کې ويلي چې دا کار د امريکا او چين ترمنځ نوى کړکېچ ټوکولى شي او بېجينگ وار له مخه د دغه گام مخالفت کړى.

د چين حکومت ويلي چين په پرلپسې ډول د امريکا د يو اړخيزو بنديزونو مخالفت کړى. د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي چې حکومت د خپل هېواد د مشروع حقونو او گټو او د چينايي صنعت ساتنې ته ژمن دى.

د ورځپاڼې په وينا چين هره ورځ له ايران ٥٠٠ زره بيلره تيل پېري. د امريکا دا کړنه له چين سره کېدونکى يو ډېر سوداگرييز مهم تړون چې اوس ورباندې کار روان دى له خطر سره مخامخولى شي.

خو شنونکي په دې باور دي چې بېجنگ او واشنگټن به احتياط وکړي چې د سوداگرۍ په تړاو روانې خبرې له خطر سره مخ نکړي او د حل لارې لټه به وکړي.

عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي چې ديارلس تنه يې په دغه هېواد کې د ترهگرۍ په تور نيولي دي. عرب نيوز د دغو کسانو انځورونه هم چاپ کړي چې په الزلفي سيمه کې پر يوۀ کور د چاپې پر مهال نيول شوي دي. د سعودي چارواکو ويلي چې دغو کسانو سره يې له چاودېدونکو توکو ډکې سدرۍ يا واسکټونه هم موندلي دي.

بريتانيوۍ انډېپنډنټ ورځپاڼې د يوې ښځې کيسه راخيستې چې له ٢٨ کلونو وروسته له کوما را ووته. ورځپاڼې د دغې ښځې نوم مورينا عبدالله ښوولى. نوموړې ١٩٩١ م کال کې چې ٣٢ کلنه وه عربي اماراتو کې د يوې ترافيکي پېښې پرمهال ماغزو ته يې د تاوان اوښتو له امله کوما ته تللې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ابوظبۍ وليعهد محمد بن زاید يې په ٢٠١٧ م کال کې مورینا عبدالله د درملنې لگښت په غاړه اخيستى و.

درملنې لپاره لندن ته هم لېږدول شوې وه بيا بېرته عربي اماراتو ته بوتلل شوه او هلته ورته د تيوب يا يا پيپ په مټ ورته خواړه ورکول کېدل. خو په ٢٠١٧ م کال کې جرمني ته ولېږدول شوه او د درملنې پر مهال يې غبرگون ښوول پيل کړل. اوس دا دى ٢٨ کاله وروسته له کوما رغېدلې. دا مېرمن چې اوس بېرته عربي اماراتو ته لېږدول شوې کولى شي لمونځ وکړي، خبرې وکړي خو اوس یې هم درملنه روانه ده.

دا هم بايد ووايو چې د ابوظبۍ وليعهد محمد بن زاید يې په ٢٠١٧ م کال کې د درملنې لگښت په غاړه اخيستى و.

ورته مطالب