هلمند او روزګان کې د پولیو درې تازه پېښې ثبت شوې

پولیو
د عکس تشریح،

د پولیو برخې چارواکي وايي، چې سوېل کې د پولیو د کور په کور کمپاین مخنیوی کېږي.

افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو عامه پوهاوي اداره وايي، چې د ۲۰۱۹ کال له پیلېدو راهیسې، په کندهار، هلمند او روزګان کې شپږ ماشومان په پولیو اخته شوي دي.

د پولیو له منځه وړلو عامه پوهاوي مسوول نور جان راسخ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې روانه اونۍ د هلمند سنګین او واشیر ولسوالیو کې دوه ماشومان د دې ناروغۍ ښکار شوي دي.

"سنګین کې ماشوم مړ شوی له پنځو ډېر کلونه عمر یې و، د واشیر ماشوم په دایمي فلج اخته شوی، چې عمر یې تر دوو کلونو ډېر دی ".

د هغه په خبره، په بله تازه پېښه کې د روزګان چوره کې یوه لس میاشتنۍ ماشومه پولیو شوې ده.

نوموړی وايي د ۲۰۱۹ کال پیلېدو راهیسې دوه پېښې له کندهار او یوه پېښه روزګان کې وه، چې له اوسنیو دریو پېښو سره شپږ کېږي.

ښاغلی راسخ وايي، دا سیمه د پولیو برخه کې مهار شوې نه ده او ګرمي راتلو سره که وضعیت همداسې وي او کمپاین مقابل کې خنډ وي، نو د دې پېښو ډېرېدو امکان شته.

"دې سیمو کې له یو کال راهیسې د پولیو ضد کور په کور کمپاین مخنیوی کېږي. ۲۰۱۸ د مۍ رایسې کور په کور کمپاین نشته".

نوموړی وايي تېر کال کې دوه دورې کلي په کلي یا سیمه په سیمه کمپاین وشو، خو دا پوره اغېزناک نه دی.

"کوم کمپاین چې کور په کور کېږي هغه ډېر اغېزناک دی".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان یو له هغو ګوته په شمېر هېوادونو دی چې لا هم پکې پولیو شته.

افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو عامه پوهاوي د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۵ یې سوېل او ۶ یې ختیځ کې دي.

اندېښنه دا ده چې د افغانستان سوېلي ولایتونو کې د پولیو ویروس خپرېږي او وېره شته چې که راتلونکې میاشتې دغه سیمه کې د پولیو ضد کمپاین ونه شي، نو ډېر ماشومان به د پولیو ښکار شي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، د پولیو د مخنیوي کمپاین ناسیاسي پروګرام دی، ځکه اړتیا ده چې مخالفې وسلوالې ډلې هم د دغه ماشوم ژغوري کمپاین خنډ نه شي.