افغانستان: نس ناستی هره ورځ ۲۹ ماشومان وژني

ماشومان د انځور حقوق Reuters
Image caption د روغتیايي چارواکو په خبره اوس د نس ناستی وبايي بڼه کولرا هر کال په نړۍ کې نژدې سل زره کسان وژني (فایلو فوټو)

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دغه هېواد کې هره ورځ د نس ناستي یا کولرا ناروغۍ له امله له کبله ۲۷ ماشومان مري. د دغه وزارت چارواکو په وینا دغه شمېر د نژدې لس کاله پخوا پرتله سم نیمايي کموالي ښيي، چې دوی یې لوی سببونه د عامه پوهاوي ډېروالی او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو ډېر شوی لاسرسی بولي.

پلازمېنه کابل کې د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د بي بي سي خبریال عصمت بهیر ته وویل، تېرو کلونو کې هره ورځ نژدې ۵۰ افغان ماشومان د نس ناستې له کبله مړه کېدل. ښاغلي مایار وايي، نس ناستی موسمي ناروغي ده، چې دوبي کې پرې تر ډېره حده ماشومان اخته کېږي.

ماهرین وايي، نس ناستی میکروبي ناروغي ده چې معمولاً د ناپاکو اوبو څښاک، له خوراکه مخکې او تشناب ته له تلو وروسته د لاسونو نه وینځلو یا نورو روغتیايي احتیاطي تدبیرونو نه کولو له کبله رامنځته کېږي.

د نس ناستي وبايي بڼه خورا خطرناکه بلله کېږي او د ماهرینو په وینا که ژر یې درملنه و نه شي، په ساعتونو کې ناروغ ژوند بایللای شي.

افغان روغتیايي چارواکي وايي، د عامې روغتیا په طبي مرکزونو کې یې ځانګړي روغتیا پالان ګومارلي چې د نس ناستې مخنیوي لپاره خلکو ته د اوبو پاکولو او او ار ایس استعمال په ګډون مشورې ورکړي او په درملنه کې مرسته ورسره وکړي.

تېر کې د افغانستان د عامې روغتیا چارواکو ویلي، جګړو، سیلابونو، زلزلو او نورو طبیعي پېښو په ماشومانو کې د نس ناستي په ګډون بېلابېلې ناروغۍ ډېرې کړي چې د دوی په وینا له همدې امله دغه ماشومان په خوارځواکۍ هم اخته کېږي.

د ۲۰۱۷ کال په نیمايي کې د نړۍ روغتیایي چارواکو لومړی ځل هوډ څرګند کړ چې تر ۲۰۳۰ کاله پوري به د نس ناستي وبايي بڼې کولرا ناروغۍ له کبله د مړینې کچه ۹۰ سلنه را کښته کوي.

انګرینه داسې ده چې د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې نژدې درې میلیونه کسان په کولرا اخته کېږي، چې ډېره کوچنۍ برخه یې ثبتېږي. د روغتیايي چارواکو په خبره اوس د نس ناستي وبايي بڼه کولرا هر کال په نړۍ کې نژدې سل زره کسان وژني.