"وسله وال مخالفین باید په ملکي کسانو کې و نه شمېرل شي"

محب الله محب

د عکس سرچینه، ONSC

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، افغان ځواکونه د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي. د دې شورا لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، باید د هغو وسله والو شمېر چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، د ملکي کسانو له لیستونو جلا شي.

د افغان حکومت دا غبرګون وروسته له هغه راځې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ یا "یوناما" نن چارشنبه وویل، په لومړي ځل د حکومت مخالفه ډلو پرتله د افغان ځواکونو په لاس د ملکي کسانو وژنه ډېره شوې.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، دوی او نورې افغان امنیتي ادارې او وزارتونه د معلوماتو او شننې له هغو میتودونو سره موافق نه دي، چې یوناما یې کاروي، ځکه د اعلامیې په ټکو یوناما هغه واقعیتونه په پام کې نه دي نیولي چې طالبان او نورې وسله والې ډلې له کورونو، جوماتو او نورو عامه ځایونو د بریدونو لپاره کار اخلي او ښځې، ماشومان د انساني سپر په توګه کارووي.

له دې مخکې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت 'یوناما 'وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو دریو میاشتو کې حکومت پلوه ځواکونو د حکومت مخالفو وسلوالو پرتله زیات ملکي کسان وژلي دي.

د عکس سرچینه، UNAMAnews

د عکس تشریح،

د ملګرو ملتونو سرمنشي تدامیچي یماماتو د افغانستان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې جګړې پرمهال د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي

یاد سازمان د ۲۰۱۹ کال لومړۍ ربعې د ملکیانو د خوندیتوب راپور کې ویلي، څه باندې ۳۰۰ملکیان د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي په داسې حال کې چې نژدې دوه نیم سوه کسان د وسلوالو له خوا لکه طالبان او داعش ډلو لخوا وژلي شوي دي.

خو د دې رپوټ له مخې په ټوله کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال همدې مودې پرتله ۲۳سلنه را ټېټه شوې ده. دا په تېرو شپږو کلونو کې د مرګژوبلې تر تولو ټیټه شمېره ده.

د یوناما په رپوټ کې د حکومت پلوه ځواکونو لخوا هوايي بریدونه او چاڼیز عملیات د ملکي کسانو وژل کېدو لوی لاملونه بلل شوي دي.

رپوټ ښيي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۰۵ ملکي کسان د حکومت پلوه ځواکونو له لاسه او ۲۲۷ ملکیان د حکومت مخالفو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، unama

که څه هم د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې زیات ملکي کسان د حکومت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي دي، یوناما په خپل رپوټ کې وايي، په ټول کې د ملکي خلکو د تلفاتو لوی لامل لا هم حکومت مخاف وسله وال دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملکي تلفاتو هغه شمېرې چې دوی ته منسوبه شوې، حقیقت نه لري. اعلامیه کې ویل شوي، دوی هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راکښته کړي چې د اعلامیې په ټکیو په دې کار کې بریالي شوي دي. اعلامیه کې پر یوناما تور پورې شوی، چې د ملکي تلفاتو شمېرو خپرولو کې له سیاسي او سیلقوي چلنده کار اخیستل شوی دی.

ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې د حکومت مخالفو وسله والو لخوا د ملکي خلکو وژل کېدو لوی لاملونه بلل شوي دي. د یوناما په رپوټ کې کابل، هلمند، ننګرهار فاریاب او کندوز تر ټولو ډېر اغېزمن ولایتونه بلل شوي دي.

افغانستان کې د هوايي بمباریو له کبله له زیانمن شویو ولایتونو یو هم میدان وردګ ولایت دی، چې اوسېدونکو یې پر ملکي خلکو د هوايي بمباریو پر ضد تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه درې ځله احتجاج کړی دی.

د عکس سرچینه، UNAMA