هغه نانوای چې له ۲۶ کلونو راهیسې د بي بي سي پښتو خپرونې ریکارډوي

  • عصمت بهیر
  • بي بي سي کابل

یادښت: دا رپوټ په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی، اوس د راډیو نړیوالې ورځې (فبروري ۱۳) په مناسبت یوځل بیا خپرېږي. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

د ویډیو تشریح،

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغان نانوای د بي بي سي پښتو خپرونو ارشیف جوړ کړی

د کندهار ښار د عید ګاه دروازې اوسېدونکی ۵۷ کلن محمد حنیف بي بي سي یوازې اوري نه، بلکې له نژدې ۲۶ کلونو راهیسې یې خپرونې هم ریکارډوي.

له محمد حنیف سره د هغه د خټین کور ځمکتلي یا زېرخانې ډېره برخه هغو نژدې پنځو زرو پیتو یا کیسټو نیولې چې د بي بي سي خپرونې پکې ریکارډ او نوموړي ته د افغانستان د تاریخ غږیزه، خو پټه خزانه ښکاري:

"هر ماښام اوو نیمي بجې (۳۰: ۰۷) د بي بي سي د پښتو خبرونو وخت ته منتظر یم تر څو ثبت یې کړم. زما اصلي کسب نانوایي ده. د طالبانو واکمنۍ پرمهال چې به کله نانوایۍ ته تللم نو ټیپ او پیتې به مې له ځان سره وړې او هلته ته به مې په نانوایي کې د بي بي سي خبرونه ثبتول".

مستند تاریخ

د عکس تشریح،

محمد حنیف چې له ۱۳۷۲ هـ ش (۱۹۹۳) کال راهیسې د بي بي سي راډیو پښتو خبرونو ثبتولو لړۍ پیل کړې تر اوسه یې ۴۹۹۴ کیسټې یا پیتې ثبت کړې دي.

د لسو اولادونو دغه پلار وايي په هېواد کې د کورنۍ جګړې له پیل سره سم یې د بي بي سي راډیو خپرونو ثبتولو ته ځکه ملا وتړله چې راتلونکو نسلونو ته د افغانستان مستند تاریخ پرېږدي.

"د افغانستان معاصر تاریخ چې ما مطالعه کړ، هلته ته هم دغه اوسنۍ فاجعې وې. نو د بي بي سي راډیو د خبرونو ثبتولو لړۍ مې پیل کړه. موخه مې دا ده چې راتلوونکو نسلونو ته د افغانستان د رهبرانو تېروتنې، چې هغه ډ‌ېرې مضرې تمامېږي او اوس هم تمامې شوې دي، د دوی له خولې مستندې راتلونکو نسلونو ته پاته شي".

خو وايي، د بي بي سي خبرونو ثبتول یې چې پیل کړي، نو د خپلوانو په ودونو کې د ګډون ترڅنګ د خوښیو او غم ډېر نور مراسم ترې پاتې شوي.

"د وريرونو او ورېرو وادونه مې وي، نه یم ورغلی ځکه د خبرونو ثبتول راڅخه قضاء کېدل، میرمن او زامن مې په ژوند کې یوازنی همدا شکایت را څخه لري چې ډېر وخت مې د خبرونو ثبتولو ته ور کړی او بل دا چې زموږ کور کوچنی او خوني مو کمې دي نو د دغو ثبت شوو پتو د ساتلو ځای هم نه لرو.)

پنځه سوه ټیپونه او راډیووې زړول

د عکس تشریح،

محمد حنیف د بي بي سي د خبرونو ثبتولو لپاره ۵۰۰ راډیوګانې او ټایپونه زاړه کړي

محمد حنیف چې له ۱۳۷۲ هـ ش (۱۹۹۳) کال راهیسې د بي بي سي راډیو پښتو خبرونو ثبتولو لړۍ پیل کړې تر اوسه یې ۴۹۹۴ کیسټې یا پیتې ثبت کړې دي.

خو دا کار یې یوازې یو ټایپ سره نه دی کړی، بلکې په وینا یې نژدې ۵۰۰ راډیوګانې او ټایپونه یې د دې خبرونو او مرکو په ثبتولو زاړه کړي دي.

نوموړی وايي اوس سم ټیپ ساز ترې جوړ شوی دی او کله یې چې ټیپ او پیته خرابه شي پخپله یې جوړوي.

تر کله به دا خپرونې ثبتوي؟

د عکس تشریح،

د ښاغلي حنیف په خبره، بي بي سي راډیو تر نورو معتبر ده

د خبرونو دا شوقي وايي تر ټولو نژدې ملګری یې راډیو ده. هغه د اوسنی عمر نیمايي د بي بي سي خبرونو په ثبتولو تېرکړی خو تر کله به یې لا ثبتوي؟

کله چې د امریکا په ملاتړ د حامد کرزي په مشرۍ حکومت راغلی نو فکر مې کاوه چې نور نو د بي بي سي خبرونو ثبتول بس کړم. ځکه فکر مې کوی چې نور نو افغانستان کې سوله راغله. خو جنګ لا هم تود شو، اوس مې پریکړې دا ده چې تر هغه به د بي بي سي خبرونو ثبتوم چې یا په افغانستان کې سوله راشي او یا زه له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړم.

نورې راډیوګانې هم شته خو د ښاغلي حنیف په خبره، بي بي سي راډیو تر نورو معتبر ده، ځکه یې خپرونې ثبتوي.

محمد حنیف وايي دا دیرش کاله کېږي، د بي بي سي راډیو په خبرونو کې اوري چې په افغانستان کې د جګړې لوري د نورو هیوادونو په همکارۍ او فشار غواړي سوله وکړي، خو لا یې هم دا هیله نه ده پوره شوې او اوس هم تمه نه لري چې اوس دې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې روانې خبرې مثبته پایله ور کړې.

د عکس تشریح،

محمد حنیف وايي، نژدې نیمايي عمر یې د بي بي سي خبرونو په ثبتولو تېر کړی