د ولسي جرګې نویو وکیلانو ته باور لیکونه ورکړل شول

د انځور حقوق EPA
Image caption د ولسي جرګې د دې پړاو لپاره ټاکنې له نږدې درې کلن ځنډ وروسته وشوې او پایلې یې له نږدې شپږ میاشتني ځند وروسته اعلانېږي.

د افغانستان ناندریزو پارلماني ټاکنو له تر سره کېدو اووه میاشتې وروسته اوس تمه کېږي چې راتلونکې اوونۍ به د افغان ولسي جرګې ۱۷ دوره د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن د ۱۰ ولایتونو او د هندوانو اوسیکانو حوزې استازو ته بارو لیکونه ورکړل، چي له دې سره د هغو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد، چي په رسمي توګه یې استازي معرفي شوي دي.

د باور لیکونو تر لاسه کوونکو وکیلانو شمېر دې سره ۱۶۹ ته ورسېد. له دې سره هم مهاله، کابل کې هغه کاندیدان چي په لومړي لیست کې بریالي اعلان شوي، د دوي په نشتون کې د ملي شورا پرانیستنه ناقانونه ګام بولي.

له لومړنیو پایلو سره سم له کابله ملي شورا ته بریالۍ شینکۍ کړوخېل وايي:

''د کابل پایلو له اعلانه مخکې د ملي شورا افتتاح کوم قانوني او حقوقي دلیل او منطق نه لري او حکومت نه شي کولای دا چاره توجیحه کړي، ځکه که له نورو ولایتونو سره پرتله کړو، نو تر ټولو غوره ټاکنې کابل کې شوې دي. ''

پلازمېنه کابل کې د دغه ولایت یو شمېر بریالي کاندیدان د احتجاج په توګه د ټاکنو کمېسیون مخې ته هم یو ځای شوي وو او د ولسي جرګې پرانیستلو پرېکړې ځنډولو غوښتنه یې کوله.

"د ولسي جرګې ۱۷مه دوره څو ورځو کې پرانیستل کېږي"

غني: اساسي قانون څنډې ته کول کودتا ده

د افغانستان ۲۸ ولایتونو د ټاکنو پایلې داسې مهال اعلانېږي، چې د پنځو نورو ولایتونو کابل، کندوز، لوګر، بغلان، پکتیا او کوچیانو د حوزې پایلې لا هم نه دي وروستۍ شوې او په غزني کې له لویه سره ټاکنې نه دي شوې.

له دې مخکې پرون (اپریل ۲۳) ولسمشر غني د افغانستان ملي شورا له نویو ټاکل شویو غړیو سره لومړنۍ ناسته کې وویل '' زه چمتو یم په راتلونکو څو ورځو کې ملي شورا پرانيزم. ''

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله وویل شول، چې ''د ملت تالار باید د کشکمش پر میدان بدل نه شي، هره ستونزه چې لرو باید په ګډه یې د حل هڅه وکړو. د اجرائیه او مقننه قوې ترمنځ درناوی لازم دی او د لوبې اصول او قواعد باید تعیین کړو. ''

د انځور حقوق ARG
Image caption تېره ورځ ولسمشر غني د ملي شورا له نویو غړو سره په ارګ کې ولیدل

ولسمشر غني ټاکل شویو استازو ته په خبرو کې د سولې او سولې مشورتي جرګې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې یې د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د غړو فعال شتون مهم وباله.