"وسله وال مخالفین باید په ملکي کسانو کې و نه شمېرل شي"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"وسله وال مخالفین باید په ملکي کسانو کې و نه شمېرل شي"

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، افغان ځواکونه د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي. د دې شورا لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، باید د هغو وسله والو شمېر چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، د ملکي کسانو له لیستونو جلا شي. د افغان حکومت دا غبرګون وروسته له هغه راځې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ یا "یوناما" نن چارشنبه وویل، په لومړي ځل د حکومت مخالفه ډلو پرتله د افغان ځواکونو په لاس د ملکي کسانو وژنه ډېره شوې.