افغانستان کې په ملاریا د اخته کسانو مړینه پاموړ ټیټه شوې
ملاریا د ماشې د چیچلو له کبله لېږدي چې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې یو لوی لامل ګرځي.
نن 'اپریل ۲۵مه' د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دغه ورځ خلکو ته د پوهاوي ورکولو په موخه لمانځل کېږي.
په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د ملاریا ناروغۍ له امله مړینه د پخوا پرتله کمه شوې ده او لامل دا دی چې اوس یې تشخیص ژر او درملنه یې سمه کېږي.
د افغانستان روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مایار بي بي سي ته ویلي، که څه هم د افغانستان په ځینو ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا ځينې پېښې شته، خو په نورو ولایتونو کې دا ناروغي کابو له منځه تللې ده.
نوموړی وايي، ملاریا څلور ډولونه لري، چې افغانستان کې یې تر ټولو د خطرناک ډول PS پېښې شاوخوا اتو زرو ته رسېدې، چې په وینا یې دا ډول یې وژونکی دی او دا شمېره ډېره کمه وه د عادي ملاریا دوه سوه او څلوېښت زره پېښې مو لرلې چې درملل شوې دي.
نوموړي له ۲۰۱۵ کال سره د تېر ۲۰۱۸ کال د ملاریا د مړینو پرتلنې په اړه وویل، په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې د ملاریا له کبله ۴۹ کسان مړه شوي او تېر کال یوازې یو کس د ملاریا له کبله مړ شوی و.
ښاغلی مایار د ملاریا ناروغۍ له کبله د مړینو کمېدو یو بل لامل پر وخت درملنه یادوي، چې وايي ملاریا ساري ناروغي ده او د هېواد په لر او بر کې یې اوس د درملنې اسانتیاوې شته.
دی وايي، تېر کال یې د ماشو له منځه وړلو په پار ۱٫۳ میلیونه داسې جالۍ (پشه خانې) وېشلې دي، چې د ماشو وژلو په درملو ککړې شوې وې.
روغتیا وزارت وايي، عامه پوهاوی او له ککړو ډنډونو د خلکو په تېره بیا ماشومانو لیرې والی په ملاریا ناروغۍ د نه اخته کېدو ښه لار ګڼل کېدای شي.
تبه، لړزه، خوله کول، بې اشتهايي او ځان درد د ملاریا ناروغۍ اصلي نښې بلل شوې دي.
نمجنه هوا، ولاړې اوبه او د وګړو ډېروالی د ملاریا ناروغۍ لوی لاملونه دي.
په ۲۰۱۲ کال تر ۳۹۰ زرو ډېر کسان افغانستان کې په ملاریا اخته شوي وو.
هرکال د هوا په تودېدو سره افغانستان کې ملاریا او کال دانې لېږدوونکې حشرې د هېواد بېلابېلو سیمو ته دغه ناروغي لېږدوي.
د ملګرو ملتونو يونيسف اداره وايي د ملاریا له امله د مړينې ۹۰ په سلو کې پېښې په سوېلي افريقا کې دي.
هر کال په نړۍ کې ۲۱۲ میلیون انسانان په ملاریا اخته کېږي. ملاریا د ماشې د چیچلو له کبله لېږدي چې په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې یو لوی لامل ګرځي.
د ۲۰۱۵ کال شمېرې ښيي چې له ټولې نړۍ ۲۱۲ میلیونه پېښې ثبت شوي