ورځپاڼې: طالبان د امریکایانو له بې صبرۍ ګټه پورته کوي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption مجله وايي، طالبان يوۀ سياسي جوړ جاړي ته به ښايي چمتو وي، خو په خپلو شرايطو، هغه نه، چې ښايي د قطر په خبرو اترو کې به ورباندې پام ټول وي.

ډيپلومات مجلې "افغان سوله د چا په شرايطو" تر سرليک لاندې يو مطلب کې وايي، د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کېدل د دوى د زيات شوي پوځي ځواک او همداراز له دې امله دى چې اوس په دې ډېر پوهېدلي چې په زور د ټول هېواد ولکه کول څومره ستونزمن دي.

مجله وايي طالبان همداراز پوهېږي چې د افغان سياسي مشرانو د نه يوالي له امله سياسي گټه کولاى شي او تر ټولو ډېره گټه د امريکا او د د امريکا د متحدينو له ناصبرۍ پورته کوي.

مجله وايي، طالبان يوۀ سياسي جوړ جاړي ته به ښايي چمتو وي، خو په خپلو شرايطو، هغه نه، چې ښايي د قطر په خبرو اترو کې به ورباندې پام ټول وي.

امريکايۍ پوځي ورځپاڼې "دې هېل" د افغانستان د بيا رغونې ځانگړي څارونکي جان سوپکو په وينا ليکلي چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د پرمختگ او يا پاتې راتلو سره تړلې ټولې شمېرې يا محرم ساتل کېږي او يا يې ثبتول ودرول شوي.

ښاغلي سوپکو ويلي په ځينو برخو کې د مالوماتو محرم ساتلو ته اړتيا نه شته.

ښاغلي سوپکو ويلي، د فساد د پلټنو په تړاو د سيگار يوۀ تازه خپرېدونکي رپوټ کې به ځينې مالومات چې وړاندې ولس ته خپرېدل په دغه رپوټ کې به نه وي ځکه اوس محرم مالومات بلل کېږي.

ورځپاڼې د ښاغلي سوپکو نيوکه هم راخيستې چې وايي دا ميلان ځکه ستونزمن دى چې خلک بايد وپوهېږي د دوى پيسې څنگه لگول کېږي. که هر څه محرم وي نو هغوى به څنگه په دې پوه شي. څنگه به وکولاى شي چې وپوښتي چې موږ دنده ښه تر سره کوو او کنه.

ولسمشر ټرمپ تېره جنورۍ کې پر دفاع وزارت د دغه راز رپوټونو د خپرولو له امله نيوکه وکړه. کانگرس دغه راز رپوټونو ته اړتيا لري خو د ولسمشر ټرمپ وينا دا وه چې خلکو ته بايد ډاگيز نه شي. نوموړي په خپلو څرگندونو کې ويلي و چې غليم ته د دغه راز مالوماتو ورکړه ليونتوب دى.

ښاغلي سوپکو ورځپاڼې ته ويلي دا مالومات د سپينې ماڼۍ په خبري ناستو کې په لويه مسله بدله شوې چې ولې په ډاگه د دغو مالوماتو په اړه خبرې کېږي. خو نوموړى ټينگار کوي د قانون پر بنسټ دې کړنې ته اړ دي.

گلف نيوز ورځپاڼې پر خواله رسنيو هغو غبرگونونو ته کتنه کړې چې د پاکستان يوۀ حکومت مخالفي گوند پر مشر د لومړي وزير عمران خان له لفظي بريد وروسته مخې ته راغلل.

د انځور حقوق EPA
Image caption ایران د ښاغلي خان سفر بهیر کې د نوموړي پر يو شمېر څرګندونو سختې نیوکې شوې

ښاغلي خان چې جنوبي وزيرستان کې يې وينا کوله د پيپلز گوند مشر بلاول بوټو ته يې د اغلې بلاول بوټو يا بلاول بوټو صاحبې خطاب وکړ.

ښاغلي خان ښايي ايران کې د دۀ پر څرگندونو د ښاغلي بوټو د نيوکو له امله غوسه و او وې ويل چې د دۀ گوند ورته له موره په ميراث نه دى پاتې.

د ښاغلي خان دا خبرو غبرگونونه را پاورول ځينو دا د ښځو ته سپکاوى او د ښځو ضد عمل وباله.

د رناول بوټو په نامه يوۀ ټوېټر کارن ليکلي په ٦٦ کلنۍ کې د ښځو ضد.

خو بيا ځينو دا يوه لفظي تېر وتنه بللې او ځينو بيا د عمران خان دفاع کړې؟

يوۀ اېنگر ام. زيد. اېچ په نامه يوۀ ټوېټر کارن ليکلي که لفظي تېروتنه وي او که نه وي ما ته يې خوشحاله ورځ را په برخه کړه.

ورته مطالب