اسدالله خالد: پوځي عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله سترګې نه شي پټولی، خو هڅه کوي د دې مرګ ژوبلې مخه ونیسي
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، په پوځي عملیاتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
خو دغه امنیتی چارواکی ټینګار کوي چې د دې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره پر ځانګړو پلانونو کار کوي.
په وروستيو کی د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ولسي مرګ ژوبلې د خلکو غبرګون را پارولی دی.
افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال لومړیو دریو میاشتو کې د ولسي مرګ ژوبلې په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ خپرېدو ته افغان حکومت او طالبانو غبرګون وښود.
د دې ادارې تازه رپوټ چې چارشنبه خپور شو، د افغان حکومت وسلوال مخالفان د ۲۲۷ ولسي وګړو او حکومت پلوه ځواکونه د ۳۰۵ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤول بولي.
افغان حکومت مني چې پوځي عملیاتو کې ولس ته مرګ ژوبله اوړي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله سترګې نه شي پټولی، خو هڅه کوي د دې مرګ ژوبلې مخه ونیسي:
"له بده مرغه وخت ناوخت دا پېښې پخوا هم شوې، خدای دې په راتلونکي کې بیا نه لري، خو په دې کار کوو. په مختلفو ځایوو کې مختلف مسایل رامنځ ته کېږي چې دا تلفاتو نه په خاص ډول پکې مخنیوی وشي، یوه ژمنه له ملت سره همدا کوو چې همدا زموږ کوشیی دی، د جناب ولسمشر له خوا او واضح امر دی او خپله ملي او دیني دنده یې هم بولو، خو په دې سترګې نه پټوو چې کله ناکله دا تلفات پېښېږي او زموږ کوښښ به دا وي چې مخنیوی یې وکړو."
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د حکومت پلوه ځواکونو هوايي عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې ډېرېدل اندېښمنوونکي بولي، خو زیاتوي چې په ټول کې د تېر کال تر لومړنیو دریو میاشتو د دې مرګ ژوبلې عمومي شمېر ۲۳ سلنه کم شوی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې خپرولو سره د ملګرو ملتونو دې رپوټ ته غبرګون ښي او د ولسي مرګ ژوبلې د کمېدو هرکلی کوي.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، چې د دې د مخنیوي لپاره به ټوله هڅه وکړي.
طالبان د ملګرو ملتونو دا رپوټ له حقیقت لرې بولي او یوه اعلامیه کې ملګري ملتونه په پلویتوب تورنوي او وايي، چې د امریکا له خوا د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته یې لږ پام کړی دی.
دا ډله وايي، هڅه کوي چې د خپلو وسلوالو له خوا د ولسي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.