افغان ښځې: حکومت او طالبان دې سملاسي اوربند وکړي
- ملایکه احمدزۍ
- بي بي سي
دا غونډه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو شبکې لخوا جوړه شوې وه.
افغان میرمنو له طالبانو او افغان حکومت څخه د سملاسي اوربند غوښتنه کړې. سلګونه ښځې چې کابل کې را ټولې شوې وې وايي، تل پاتې سوله باید وشي خو د سولې خبرو بهیر لپاره باید اوربند وشي. دوی په خواله رسنیو کې هم ' #موږ سوله غواړو ' په نامه هشتک پیل کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون هم د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له ښکېلو غاړو د سولې او اوربند غوښتنه کړې وه.
غونډه کې یوې میرمنې له غرېو او ځوره په ډک غږ له طالبانو وغوښتل چې وینه تویونه بس کړي او اوربند ته مخه کړي. په قطر کې د بین الافغاني کنفرانس له لغو کېدو ورسته په افغانستان کې د اوربند دې غوښتنې غږونه مخ په ډېرېدو دي.
یوه ورځ وروسته له هغه چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون چارواکو په جګړه کې پر ښکېلو غاړو د اوربند غږ وکړ، نن کابل کې سلګونو افغان ښځو هم دا غږ بدرګه کړ.
دا غونډه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو شبکې لخوا جوړه شوې وه.
د افغانستان د ښځو شبکې اړیکو او همغږۍ مشره روشن مشعل د هغه غوښتنلیک دوه مهم ټکي را ته وویل کوم چې دوی د جګړې ښکېلو غاړو ته وړاندې کړ:
''د اوربند پر وړاندې په هېواد کې په روانو وسله والو شخړو کې د ښکېلو غاړو د ژمنو د رعایت لپاره دې دښځو په مخامخ ګډون سره څارونکی میکانیزم را منځته شي، چې سرغړوونکي په نښه کړي او د اوربند دوام تضمین کړي. بله دا چې موږ د افغانستان له حکومت او طالبانو غوښتنه کوو چې د سولې روانې خبرې وغځوي او په هېواد کې د عادلانه او تلپاتې سولې زمینه برابره کړي. ''
د اړونده مسولینو په خبره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به ورته غونډې ترسره کړي. افغانستان کې ښځې پرته له دې چې په جګړو کې کوم عمده رول ولري قربانې شوې دي. دغه ښځی وايي دوی له مرګ ژوبلې نیولې تر اقتصاد، تعلیم، انساني کرامت، ازادۍ، بشري حقونو پورې لوړ زیان لیدلی.
په غونډه کې د پښتنې په نامه یوې شاوخوا ۵۵ کلنې مور له بي بي سي ته وویل:
'' ځوان زوی مې یې شهید شوی اوس راغلې یم چې سوله وشي او اوربند رامنځ ته شي. ''
د غونډې ګډونوالې په داسې حال کې د اوربند غوښتنه کوي، طالبانو او افغان حکومت د خالد او الفتح په نامه د عملیاتو پیلولو اعلان کړی.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم اعلان وکړ چې وروستیو دریو میاشتو کې جګړه زیاته شوې. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان ولسي مرګ ژوبلې په کلني رپوټ کې ویلي، تېر لمریز کال جګړو او شخړو د څه باندې درې زرو افغانانو ژوند اخیستی او نژدې نهه زره نور په کې ټپیان شوي دي.