له نږدې څلور کلن ځنډ وروسته د پارلمان نوې دوره پرانیستل شوه

د انځور حقوق Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ( د اپرېل ۲۶) د پارلمان یا ملي شورا ۱۷ دورې پرانیست غونډه کې د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د حکومت د سولې طرحې ته ژمن دی.

د پارلمان لپاره د ۱۷ پړاو ټاکنې چې له نږدې درې کاله ځنډو وروسته تېر اکټوبر کې وشوې او اوس یې اوه میاشتې تېرې شوې لا یې هم د کابل په ګډون، د کوچیانو او ځینې نورو ولایتونو د استازو بشپړې پایلې نه دي اعلان شوې.

اشرف غني پرانیست غونډې ته وینا کې د ټاکنو خپلواک کمېسون د ځینې چارواکو "بې کفایتي" هغه څه وبلل چې له ټاکنو نږدې اوه میاشتې وروسته پارلمان پرانیستل کېږي.

هغه دا هم وویل، چې د کابل د وکیلانو تشه د منلو نه ده او باید د ناتایجو د اعلان لپاره ټاکلی ضرب الاجل اعلان شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پارلمان له نویو غړو وغوښتل چې تر پخوانیو هغو به په ډېر توپیر له امنیتي سیکتور سره ستراتیژیکه همکاري ولري:

"او په دې حساسو شرایطو کې به له هر رنګه سلیقوي خواهشاتو او بې ځایه ګومارنو او نورو چارو کې دوی بوخت نه کړي".

هغه دا هم وویل چې له امنیتي سکتور پوښتنه او د هغوی نظر اورېدل د وکیلانون دنده او صلاحت دی:

"خو باید په یاد ولرئ که زیات بوخت شي او ستاسو تر پوښتنو فشار لاندې پوځي اسرار رسوا کړي دوښمن ترې ګټه اخیستلی شي. هیله ده چې له پخوا په بهتر چوکاټ له امنیتي سکتور او اجرایه قوې سره اړیکه وساتئ".

د انځور حقوق EPA

اشرف غني خپلو خبرو کې د جمهوري نظام پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغان ملت ته له صفر بیاپیلول د سرټیټولو په مانا دي:

"موږ دوښمن ته سر نه ټیټووم او ذلت نه منو".

نوموړي زیاته کړه چې څوک د شک او بدګومانۍ خپرولو سره د افغانستان د ملي وثیقې یا اساسي قانون کمزورول غوړي، د کودتاچیانو فکر ته نږدې دي، خو نرم چلن لري:

"زه له دې ټریبیون دوی ته وایم چې د کودتا وخت پای ته رسېدلی دی".

طالبان چې افغان حکومت ور سره د مخامخ خبرو غوښتنه کوي، څو ځل یې ویلي چې د افغانستان اساسي قانون نه مني.

د ښاغلي غني یو شمېر سیاسي مخالفانو هم بیا بیا اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا هم وویل، چې د طالبانو پسرلني عملیات الفتح له پیله ناکام دي.

تر ټاکنو ولسمشر یم

د انځور حقوق SUPREME COURT AFG
Image caption سترې محکمې هم څو ورځې مخکې وویل چې ولسمشر غني به تر راتلونکو ټاکنو ولسمشر وي.

ولسمشر غني خپله وینا کې ټینګا روکړ چې افغانستان کې د سراسري او رڼو ټاکنو پورې ولسمشر دی.

د اساسي قانون له مخې که د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت کېدلی، نو د نوموړي د واک وخت غبرګولي کې پای ته رسېد، خو څو ورځې مخکې سترې محکمې وویل، چې ښاغلی غني به تر راتلونکو ټاکنو پورې خپلې دندې ته دوام ور کوي.

ټاکلې ده د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې دوه ځلې ځنډېدو سره راتلونکې تله میاشت کې وشي.

خو د ولسمشرۍ ټاکنو ډېر نوماندان د غبرګولي له لومړۍ نېټې ولسمشر غني ګوښه کېدل غواړي.

دوی د ولسمشر غني ډېر وروستي فعالیتونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاین او د حکومتي اسانتیاوو ناوړه کارول بولي.

خو ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د خلکو غم ښادۍ کې ګډون او د پروژو پرانیستل یې کمپاین نه بلکې د واکمن ولسمشر د واک له مخې دي.

د انځور حقوق EPA

د پارلمان د ۱۷ پړاو د غړو لومړۍ ناسته د کابل او پکتیا وکیلانو په غیاب کې وشوه، چې لا یې پایلې نه دي اعلان شوې.

غزني کې هم د حوزه بندۍ پر سر د اختلاف له امله تېر کال پارلماني ټاکنې ونه شوې او تر دې ټاکنو به د غزني پخواني استازي خپل وکالت ته دوام ور کوي.

د دې نیمګړي پارلمان د پرانیستو دلیل هم د سولې مشورتي جرګه کې د ولسي جرګې د وکیلانو ګډون ښودل شوی دی.

مشورتي لویه جرګه راتلونکې دوشنبه( د اپرېل پر ۲۹) پیلېږي او ممکن پنځه ورځې دوام ولري.

دې جرګه کې د ټول افغانستان ۲۵۰۰ استازي د سولې بهیر د برخلیک په هکله پرېکړه کوي.

ورته مطالب