ډونلډ ټرمپ له امریکایانو وغوښتل چې واکسین وکړي

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په دغه هېواد کې د شري خپرېدو سره له امریکایانو وغوښتل چې واکسین وکړي.

نوموړي له خبریالانو سره مرکه کې زیاته کړه: واکسین ډېر مهم دی.

د امریکا ۲۲ ایالتونو کې نږدې ۷۰۰ کسان په شري اخته شوي.

د روغتیا نړیواله اداره نړۍ کې د شري خپرېدو خبرداری ور کوي.

شری یوه ویروسي او ضرري ناروغي ده چې پکې د نیول شوي کس تبه وي او پر بدن یې سرې دانې وي.

شری د ړندېدو، مننجیټ او د سږو پړسوب سبب هم کېدلی شي.

وروستیو کلونو کې د واکسین ضد په نوم یوې لږ پېژندل شوې ډلې د خپلو د ادعا شوو خطرو له مخې په خلکو منلې چې واکسین ونه کړي.

خو ډاکټران او طبي ادارې د دې ادعاوو باوریتوب ردوي او له پوښتنې سره یې مخ کوي.

ښاغلي ټرمپ له دې مخکې له اوتیزم سره د واکسین د اړیکې احمتال را پورته کړی و، خو ډاکټران دا ډول اړیکه ردوي.

امریکا کې د واکسین کولو کچه کمېږي او ځینې میندې پلرونه په فلسفي او مذهبي دلیلونو سره له واکسین کولو ډډه کوي.

شری پر ۲۰۰۰ کال له امریکا ورک شوی و، خو اوس بیا دا ناروغي پیدا شوې ده.

د ډونلډ ټرمپ دا خبرې په داسې مهال دي چې لاس انجلس کې سلګونو کارمنان او پوهنتونیان په شري د اخته کېدو له امله قرنطین شوي دي.

شری خپرېدونکې ناروغي ده او ځینې وخت خطرناکه هم شي، خو د روغتیا نړیواله اداره وايي، چې واکسین یې مخه نیولی شي.