افغان حکومت او طالبانو د یو بل لسګونه بندیان خوشي کړي

پخواني بندیان
Image caption راخوشي شوي زندانیان له حکومت او وسلوالو طالبانو دواړو غواړي، چې ورسره پاتې نور زندانیان - چې ناروغه دي، هم د راروانې روژې میاشتې په درناوي خوشي کړي.

افغان حکومت او وسلوالو طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې د یو بل لسګونه زندانیان خوشي کړي دي.

که څه هم دغه چاره رسمي بڼه نه لري او دواړه خواوې یې په اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو ښکاري، چې افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د سولې خبرو لپاره د باور جوړونې هڅې پیل کړې دي.

زموږ همکار مامون دراني د طالبانو او حکومت له زندانونو له ځينو خوشي شوو کسانو سره خبرې کړې دي.

۵۲ کلن باچا ولي د خوست اوسېدونکی د هغو ۱۵ زندانیانو له ډلې دی، چې وسلوالو طالبانو څو ورځې وړاندې کندهار کې خوشي کړل.

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې نه کندهار ښار ته له رسېدو سره سم مې له هغوی سره وليدل.

د یوه چټک روغبړ وروسته باچا ولي د کاغذ پر کوچنۍ ټوټه د تیلېفون شمېره راکړه او له ما یې غوښتل، چې اخښي ته یې زنګ ووهم او د ده د خوشي کېدو زېری ورکړ.

په دې ډله کې بل راخوشی شوی کس ۳۳ کلن جمعه ګل دی، چې وايي نژدې یو کال وړاندې د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ زنګیتان سیمه کې د جګړې پر مهال وسلوالو طالبانو ونیو.

په ژوندي پسې د مړي خیرات او دعاء

جمعه ګل دوه زامن او یوه لور لري، خو هغوی خبر نه دي، چې پلار یې ژوندی دی او که نه:

"ما ورته وویل چې زما کور ته زنګ ووهئ چې زما پلار او وروڼه خبر شي چې زه دلته یم او ژوندی یم. هغوی زما پلار خبر کړی و چې زوی دې ژوندی دی او له موږ سره دی. زما کورنۍ په ما پسې د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون راپسې کتلی و، هغه نه شته، جسد مې یې کتلی او مړ شوی او ما خیرات او دعاء هم پسې کړې ده. نور ما ته زنګ ونه وهئ."

د انځور حقوق .
Image caption د زندانیانو د ورستیو تبادلو په اړه حکومت او طالبانو دواړو له څه ویلو ډډه کړې

۳۸ کلن زکریا، چې کندهارۍ خولۍ یې پر سر او بڼه یې اوښتې یو بل هغه زنداني دی، چې وسلوالو طالبانو تر دوه کلن بند وروسته خوشی کړی دی.

زکریا د ننګرهار اوسېدونکی دی او وايي دوه کاله وړاندې د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ د زرتالۍ سیمه کې وروسته هغه طالبانو ونیو، چې د افغان پوځ یو مرکز د دغې ډلې لاسته ولوېد.

نوموړی وایي، ګڼ ملګري یې په جګړه کې ووژل شول: "پر لاره نیول شوي، پوستو کې ګیر شوي د نورو ولایتونو وګړي هم وو، ما چې څومره فکر کاوه داسې مې نه انګیرله چې زه به خوشی شم."

که څه هم راخوشي شوي زندانیان د بند پرمهال د زندان د ستونزو په اړه څه نه وایي، خو کمزوري او اوښتې څېرې یې د زندان د وضعیت ګڼې کیسې بیانوي.

راخوشي شوو کې یو شمېر یې په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

۴۰ کلن زکریا د نورستان اوسېدونکی دی، توره اوښتې بڼه، کمزوری بدن او په سختۍ سره خبرې کول د هغه د ناسم وضعیت ښکارندويي کوي:

"زه له تقریباً درېیو میاشتو راهیسې مریض یم. خوب نه راځي، سر مې دروند دی او کله کله هېڅ هم نه اورم. په موږ کې یو کس مړ هم شو."

له افغان حکومت سره بندیان

افغان حکومت هم په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر هغه کسان چې له طالبانو سره د تړاو او په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیولي وو، له بنده خوشي کړي دي. دوی هم په زندانونو کې د سختیو خبرې کوي.

د وردګو ولایت اوسیدونکی حفیظ الله وايي، پنځه نیم کاله یې بګرام، څرخي پله او د ملي امنیت زندانونو کې کې تېر کړي دي:

"کوم خواړه چې دوی بندیانو ته ورکوي، د انسان ګوزاره نه ورباندې کېږي او پرې مړیږي هم نه. جزايي بلاک کې لس شپې او ورځې د دوی خوب نه شته. له پاسه اوبه ورباندې اچول کېږي او ځنځیر پرې ګرځول کېږي. د ځینو بندیانو ږیره، برېت او وېښته په زور پرې خريي."

د انځور حقوق .
Image caption له دولت سره د طالب زندانیانو شمېر بیا شاوخوا لس زره یادېږي.

راخوشي شوي زندانیان له حکومت او وسلوالو طالبانو دواړو غواړي، چې ورسره پاتې نور زندانیان - چې ناروغه دي، هم د راروانې روژې میاشتې په درناوي خوشي کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، له دوی سره درې زره حکومت پلوي کسان بندیان دي، خو له دولت سره د طالب زندانیانو شمېر بیا شاوخوا لس زره یادېږي.

د زندانیانو د ورستیو تبادلو په اړه حکومت او طالبانو دواړو له څه ویلو ډډه کړې، خو کتونکي په دې باور دي چې کېدی شي دا کار د دواړو غاړو ترمنځ د باور او ډاډ د رامنځ ته کولو د هڅو په لړ کې شوی وي.

ورته مطالب