د عکسونو البوم: د افغانستان سولې مشورتي لویه جرګه

  • 30 اپریل 2019 - 10 غویی 1398

د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ (غويي نهمه) کابل کې پرانیستل شوه چې په لومړۍ ورځ یې ایله خپل مشر وټاکه. نن (سې شنبه) د جرګې غړي پر ۵۱ کمېټو ووېشل شول چې په پام کې ده له طالبانو سره د سولې خبرو بهیر کې له یو بل سره خپل نظرونه او اندونه شریک کړي.

زموږ همکار بشیر پیمان دا انځورونه اخیستي

افغانستان
Image caption د افغانستان مشورتي لویه جرګه ۳۲۰۰ غړي لري
افغانستان
Image caption د افغان حکومت په وینا، د جرګې غړي له قومونو او بېلابېلو بنسټونو استازیتوب کوي
افغانستان
Image caption د جرګې ۳۰ سلنه غړي ښځې دي
افغانستان
Image caption ځینو سیاسي څېرو له دې جرګې سره پرېکون وکړ
افغانستان
Image caption د جرګې پرانیستلو په ورځ د لویې جرګې خېمې ته څېرمه ټولې لارې تړل شوې وې
افغانستان
Image caption د جرګې ګډونوالو ته ځینې پوښتنې ورکړل شوې چې ځواب ورته ووايي او په پای کې هر ډول وړاندیزونه او ځوابونه ولسمشر ته سپارل کېږي
افغانستان
Image caption دا جرګه د څلورو ورځو لپاره ده، خو ښايي وغځېږي

.