دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو خبرې بیا پیل شوې

طالب استازي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په پام کې ده چې دا خبرې درې ورځې دوام وکړي او د روژې تر پیلېدو پای ته ورسېږي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو ویاند رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، زلمي خلیلزاد او مذاکراتي ټیم یې د طالبانو له سیاسي مرستیال او قطر کې د هغوی د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، په دې کتنه کې دواړو غاړو د افغانستان د مسلې او د سوله ییز حل پر یو لړ مهمو اړخو خبرې وکړې.

دواړو غاړو د شپږم پړاو خبرو پر لومړۍ ورځ د تېرې ناستې د اجنډا پر دوو مهمو ټکو خبرې کړې: له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو پرضد د افغانستان د خاورې نه کارول.

اټکل کېږي چې امریکایی پلاوی به په دې خبرو کې د اوربند خبرې هم ورګډې کړي او داسې تمه ده چې دا ځل به خبرو کې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

خلیلزاد دا ځل د شپږم پړاو خبرو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو دوې ورځې وړاندې یې پاکستان ته د خپل سفر پای کې پر ټویټر لیکلي وو، چې د سفر پای کې دوحې ته ځي.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په پام کې ده چې دا خبرې درې ورځې دوام وکړي او د روژې تر پیلېدو پای ته ورسېږي.

دا خبرې داسې مهال پیلېږي، چې له درېیو ورځو راهیسې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان له طالبانو سره د سولې په تړاو سلامشورې کوي. طالبانو دا یوه "نمایشي" جرګه بللې او له ګډون یې پکې ډډه کړې ده.

په تېره مارچ میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د افغان سولې خبرې لسمې ورځې ته غځېدلې وې.

طالبان وايي، د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا برادر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو لیستاري او ورسره پلاوي سره لیدنه کې او د افغانستان پر مسلې او له امریکایانو سره د سولې خبرو پر روان بهیر ورسره غږېدلی دی.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله ایلس وېلز په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو په درشل کې اسلام آباد ته تللي وو.

خلیلزاد له څو ورځو راهیسې د سولې هڅو لپاره ځینو هېوادونو ته تللی، چې تېره ورځ (سه شنبه) یې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې.

'د طالبانو تر بدلېدو سوله نه شي راتلی'

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي ښاغلي خلیلزاد له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره چې مشري یې په بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا د چارو مسوول افتاب کهوکهر کوله ولیدل.

د ویاند په خبره د دواړو خواوو ترمنځ خبرې په افغانستان کې پر سولې، د سیمې پر امنیت او دوه اړخیزو اړیکو ورټولې وې.

په اسلام آباد کې ازاد خبریال طاهر خان وايي، یوې سرچینې چې په دې خبرو کې یې حضور درلود ورته ویلي چې ښاغلي خلیلزاد له پاکستانه غوښتنه وکړه چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو ته په کېنولو کې همکاري وکړي، خو پاکستاني لوري ټینګار وکړ چې پاکستان پر طالبانو دومره اغېز نه لري.

د انځور حقوق PAKISTAN FOREIGN OFFICE
Image caption په پام کې ده چې خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ایلس وېلز به له ځینو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

اسلام اباد ته له تګ مخکې د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په افغانستان کې سوله تر هغه نه شي راتلی چې طالبان بدل نه شي.

ښاغلي خلیلزاد له یوې سیمه ییزې رسنۍ سره په خبرو کې وویل : ''طالبان پوهېږي چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې ډېرې تېروتنې کړې دي. که طالبان غواړي چې د خپلې واکمنۍ د مهال سیستم رامنځ ته کړي نو زما په شخصي نظر دا به د جګړې د دوام په مانا وي نه سولې، له طالبانو سره سوله د دې ډلې له خوا د تلپاتې اوربند منلو او د جګړې پای ته رسولو پورې تړاو لري. ''

'خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړی'

افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازى زلمى خليلزاد پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر له پايلو خوښ برېښي.

نوموړي پرون او وړمه ورځ چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستياله الېس وېلز او ځينې نور امريکايي چارواکي ورسره مله وو، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په گډون له لوړپوړو پاکستانيو چارواکو سره وکتل.

اسلام اباد کې د امريکا د سفارت له لوري يوې وينا پاڼه کې راغلي چې ښاغلي خليلزاد د افغانانو د خپلمنځي ناستې ژر جوړېدو، د خبرو اترو د بهير گړندي کېدا او د تاوتريخوالي د کچې کمېدو لپاره له پاکستاني مشرتابه د ملاتړ غوښتنه وکړه او د ويناپاڼې پر بنسټ دغه راز ملاتړ يې ترلاسه کړ.

زلمي خليلزاد هم په دې تړاو پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي "پاکستان د افغانانو خپلمنځۍ ناستې د ژرجوړېدا او د سولې خبرو اترو د هڅو ملاتړ کوي او افغانستان کې د تاوتريخوالي د کچې کمولو سره مرستې لپاره ژمن دى."

وينا پاڼه وايي افغان سولې لپاره د امريکا استازي پاکستاني چارواکو ته ور په زړه کړه چې افغانستان کې سوله د سيمې اقتصادي يووالي ته زمينه برابروي او پاکستان کې د پرمختيا محوره بدلون لپاره د لومړي وزير عمران خان د ليدلوري رښتيا کېدا سره مرسته کوي.

د چارو څارونکي د افغان سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع نه شتون افغانستان کې د جگړې د ختمېدو پر وړاندې د پام وړ خنډ بولي، خو زلمى خليلزاد وايي "پاکستان دې ليوالتيا هڅولى چې غواړي د افغان سولې په تړاو سيمه کې د يوې اجماع په جوړولو کې رول ولوبوي."

نوموړى يو گام مخ پر وړاندې اخلي او وايي د ژمنو د پوره کولو مهال رارسېدلى.

ورته مطالب