قطر د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفیر ټاکلی

قطر د انځور حقوق DIWAN.GOV.QA
Image caption د قطر امیر الشيخ تميم بن حمد آل ثاني لومړی ځل افغانستان ته سفیر ټاکلی

د قطر د امیر په ۲۲ نمبر حکم کې راغلي، چې السید سعید مبارک الخیارین الهاجري د افغانستان لپاره د دې هېواد د فوق العاده سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

دا حکم چې دوه ورځې وړاندې خپور شوی دی پکې راغلي، دې هېواد همداراز چین او مراکش ته سفیران ټاکلي.

د افغان دولت یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي بي بي سي ته ویلي، افغان دولت هڅه کوي چې په افغان سوله کې د قطر لا ډېره مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي. سرچینې زیاته کړې چې افغانستان کې د قطر سفارت په پرانیستل کېدو او کابل ته د قطر هوايي شرکت (قطر ایرلاین) الوتنو په پیلېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوي.

قطر یوازېنی هغه هېواد دی چې طالبان پکې رسمي دفتر لري او تر اوسه پنځه وارې د امریکا او طالبانو استازو په دې هېواد کې د سولې په اړه لیده کاته کړي.

دوحه کې د طالبانو او امریکایانو شپږم پړاو خبرې پیلېږي

د افغانستان سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي غړي وټاکل شول

ټاکل شوې په دې برخه کې شپږمه غونډه نن هلته جوړه شي.

همداراز د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په قطر کې مېشت دی او هلته په رسمي ډول د نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو له استازو سره لیده کاته کوي.

د طالبانو د دغه چارواکي وروستۍ لیدنه قطر کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رنتو مرسودي او د هغې له پلاوي سره وه.

د انځور حقوق AIR TEAM IMAGES
Image caption 'کابل ته د قطر هوايي شرکت (قطر ایرلاین) پروازونو په پیلېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوي'

د قطر او ځینو عربي هېوادونو لکه سعودي او دبۍ ترمنځ اړیکې په ورستیو کلونو کې ترینګلې دي.

د قطر دغو مخالفو هېوادونو سره افغانستان دوستانه اړیکې لري. د اماراتو الوتکې کابل ته تګ راتګ کوي او په دغه هېواد کې ګڼ افغانان په کار او سوداګرۍ بوخت دي. بل خوا هرکال لسګونه زره افغانان د حج او عمرې ادا کولو لپاره سعودي ته ورځي.

په ورته وخت کې، سعودي عربستان افغانستان ته ځانګړی اهمیت لري او دې هېواد د افغان سولې په برخه کې څو وارې 'مثبت' رول لوبولی او له طالبانو یې غوښتي چې په دې هېواد کې جګړه ودروي او سوله وکړي.