د قطر او افغانستان په هکله پنځه مهم ټکي

د قطر د امیر دفتر وايي، چې دغه هېواد اول ځل افغانستان ته سفیر استوي.

دوحه دغه ګام سره غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي له پخوا ډېر ښه شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه

د انځور حقوق Reuters
Image caption قطر د طالبانو او امریکا استازی دی.

قطر په نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې افغان طالبان پکې سیاسي دفتر لري.

دا دفتر پر ۲۰۱۳ کال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره پرانیستل شو.

دا مهال د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو مهمو طالب مشرانو سره په دوحه کې استوګن دی.

د سولې خبرو کوربه

د انځور حقوق .
Image caption طالبانو پر ۲۰۱۳ کال قطر کې دفتر پرانیست.

قطر تر د امهال د امریکا او طالبانو د خبرو شپږ ځلې کوربه پاتې شوی دی.

دا خبرې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یې امریکايي پلاوی د طالبانو سره کوي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له ترهګرو ډلو سره د طالبانو پر اړیکو پرې کولو، اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو چورلي.

له امارات او سعودي سره د قطر سیالي

د طالبانو او امریکا لومړی پړاو خبرې د سعودي او امارات په ملاتړ په ډیسمبر میاشت کې په دوبۍ کې وشوې.

خو پر طالبانو د قطر د فشار له امله د دې خبرو نور پړاوونه دوحه کې وشول.

قطر کې افغانان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان غواړي قطر ته کارګر واستوي.

د ځینې شمېرو له مخې نږدې ۳۵ زره افغانان قطر کې ژوند کوي، خو دوحه کې افغان سفارت وايي، چې دغه هېواد کې د افغانانو شمېر خورا ډېر دی.

افغانستان دا هم غواړي چې قطر ته کارګر واستوي.

افغانستان کې قطري ښکاریان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې قطریان افغانستان کې څاړی ښکاروي.

افغان حکومت پر ۲۰۱۶ کال قطري وګړو ته د نسل اخیستلو په شرط د ځینې مرغانو د ښکار اجازه ور کړه.

د الغرافه په نوم د قطر یوه موسسه د افغانستان لوېدیځ کې د ځینې مرغانو ښکار سره مینه لري.

قطر دا ژمنه هم کړې چې د فراه ولایت هوايي ډګر د خپلو وګړو د تګ راتګ لپاره ورغوي.