ورځپاڼې: طالب قومندانان د اوربند په اړه اندېښنې لري

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption واشنګټن پوست: طالب قوماندانان به تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي پر اوربند موافقه ونکړي

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکلي په قطر کې د روانو خبرو په لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شته واټن د کمېدو په حال کې دی.

ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند هغه څرګندونې راخیستې چې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته یې کړې او ویلي یې دي چې دواړو خواوو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه نوي وړاندیزونه کړي دي، خو ددې نویو وړاندیزونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مطلب کې د اوربند په اړه د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او د یوه طالب مشر څرګندونې یې راخیستې چې وايي طالبان د اوربند په اړه اندېښنه لري، ځکه طالب قوماندانان به تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي پر اوربند موافقه ونکړي.

دغه طالب مشر ویلي د طالبانو اندېښنه دا هم ده که اوربند وشي او بیا امریکایان پر خپله ژمنه عمل ونکړي نو دوی بیا نه شي کولی چې خپل وسله وال بیا سره راټول کړي او جګړې ته مخه کړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد دا خبره چې ویلي یې دي امریکا چمتو ده چې له جګړې لاس واخلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وروستیو څرګندونو سره په اړیکه کې بللې چې ویلي یې دي چمتو دی د لویې مشورتي جرګې د غوښتنې له مخې سملاسي او دایمي اوربند وکړي.

هندۍ ورځپاڼې ایکانومیک ټایمز لیکلي د امریکا د کانګرس په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي چې هند له افغانستان سره په پوځي برخه کې اړیکو لرلو ته لیوالتیا نه ښيي.

په دې رپوټ کې ویل شوي د کابل او نوي ډیلي ترمنځ پوځي اړیکي او ځینې نور مسایل د پاکستان له لویو اندیښنو دي.

هند له افغانستان سره له لویو مرسته کوونکو هېوادونو یو دی او د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د اوسنۍ ستراتیژۍ د چمتو کولو پرمهال له هنده غوښتل شوي چې د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې لویه ونډه واخلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼې لیکي په دې سره په برتانیا کې راتلونکي ملاامامانو ته د سخت دریځۍ زده کړې ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکي که څه دا راپور الزامي بڼه نه لري خو ددغه مجلس پر پرېکړو کې اغېز لري. په دې راپور کې ویل شوي له پاکستان سره د هند سیالي ددې لامل شوې چې هند ونه شي کولی د مرکزي آسیا له هېوادونو سره ښې سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ولري، خو ورځپاڼه لیکي پاکستان د هند سره په مقابله کې افغانستان ته د ستراتیژیک عمق په نظر ګوري.

ایکانومیک ټایمز لیکي ځینې پاکستاني مشران په دې نظر دي چې د کابل او اسلام آباد ښې اړیکې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ډب کولی شي.

برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل رپوټ ورکړی چې یو پټ حکومتي رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې د برتانیا په ۴۸ دیني مدرسو کې ماشومانو ته د دیني زدکړو پرمهال له ښځو د کرکې او نه زغم زدکړه ورکول کېږي.

ورځپاڼې لیکي په دې سره په برتانیا کې راتلونکي ملاامامانو ته د سخت دریځۍ زده کړې ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکي د دیني زده کړو په دغو مرکزونو کې چې دار العلوم یې بولي د "درس نظامي" په نوم سخت دریځی نصاب تدریسیږي، ددې رپوټ له مخې په دې مدرسو کې هغه نصاب تدریسیږي کوم چې په پاکستان او افغانستان کې په مدرسو کې مروج دی او طالبان فارغوي.

ورته مطالب