'افغانستان کې تر ۴۰٪ ډېر ماشومان خوارځواکي دي'

خوارځواکی ماشوم د انځور حقوق AFP
Image caption رسمي شمېرې ښيي چې ۵۴ سلنه افغانان بېوزله دي او لږ ترلږه ۴۴ سلنه نور خوراکي خوندیتوب نه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې څه باندې څلویښت سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. افغان دولت او ملګرو ملتونو په ګډه ددې ستونزې د مخنیوي لپاره په یوې ګډې کړنلارې کار پيل کړی.

په ښوونځیو کې کوچنیو زدکوونکو ته د یوه وخت ډوډۍ ورکولې کړنلارې یوه برخه ده، که دا کار مثبته پایله ولري، د چارواکو په خبره د افغانستان ټولو ښوونځیو کې ښايي پلې شي. ازمايښتي پیل یې له بامیانو شوی.

عبیدالله حسام چې دې ولایت ته تللی وايي، هلته په ماشومانو کې د خوارځواکۍ عمده لاملونه بېوزلي او د عامه پوهاوي کموالی دی.

نهه میاشتنۍ پروانه، د کورنۍ دریمه زېږېدلې ماشومه ده، وروسته له دې چې ددوی د کلي ډاکټران د دې له درملنې عاجز شول، مور یې اړ شوې چې د بامیانو ولایتي روغتون ته یې راولي. په نس ناستی او جدي کمزورۍ اخته شوې.

د پروانې بدن نیمايي وده کړې، د وینې او بدن ازموینې یې وښوده چې په جدي خوارځواکۍ اخته ده او باید څو اونۍ په روغتون کې بستر شي.

Image caption زهرا اشپزه او ددې څو کسیزه ښځینه ډله سهار د بامیانو له بازاره د پخلي لپاره د سبزي ( سبو) او نورو توکو په پېرلو پیلوي.

د هغې مور ذکیه وايي، د ماشوم وضعیت یې ورځ تر بلې په خرابېدو و.

"په لومړیو کې یې د مور شیدې نه رودل، بیا مې په کاشوغه او ګیلاس ورکولې. اوس یې هم نه روي، په زور یې په خوله کې ورڅڅوم. د کلي ډاکټرانو ته مې ور وړله، ویل یې موږ یې په ناروغۍ نه پوهېږو او یوازې یې د قوت شربت ورکړ"

ذکیې په ۱۸ کلنۍ کې لومړی ماشوم زېږولی، مېړه یې امنیتي سرتیری دی او د میاشتې په اوسط ډول ۱۵ زره افغانۍ معاش لري.

ددوی دوه لومړني ماشومان روغ دي، خو یوازې دریم یې له خوارځواکۍ کړیږي. په بامیانو کې تر پنځه کلو کم عمره ماشومانو څه باندې لس سلنه یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

Image caption کچالو او د غنمو ډوډۍ د بامیانو د اوسېدونکي معمولي خواړه دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په دې ولایت کې د هرو سلو زدکوونکو ترمنځ له لسو تر شلو یې له ټیټ قد او نورې خوارځواکۍ سره مخ دي. د بامیانو د روغتیا رییس وايي، په بامیانو کې فقر او د عامه پوهاوي نشتوالی د خوارځواکۍ عمده لاملونه یادیږي.

د بامیانو ډېری اوسېدونکي بزګري کوي. د دوی ډېری کرنیزې کروندې للمي او هیله یې ټوله واورې او باران ته وي. کچالو او د غنمو ډوډۍ د بامیانو د اوسېدونکي معمولي خواړه دي.

زهرا اشپزه او ددې څو کسیزه ښځینه ډله سهار د بامیانو له بازاره د پخلي لپاره د سبزي ( سبو) او نورو توکو په پېرلو پیلوي.

ددې ډلې بله دنده د بامیانو د ښار لس کیلومترۍ کې د سرخدر ښوونځي د لومړي تردریم ټولګي د شاوخوا ۳۵۰ زده کوونکو ماشومانو لپاره د خوړو پخول دي.

زهرا وايي: "نن مو د ۳۴۸ زده کوونکو ماشومانو لپاره خواړه چمتو کړي، شوله مو چمتو کړې. هره ورځ بېل بېل خواړه پخوو. ځکه کله انرژي لرونکي خواړه او کله میوه ورسره ورکوو ځکه پر ماشومانو یې اغېز ښه دی. زموږ نني خواړه وریژې، کچالو، لوبیا، ګازرې، رومیان او پياز دي"

Image caption رسمي شمېرې ښيي چې ۵۴ سلنه افغانان بېوزله دي او لږ ترلږه ۴۴ سلنه نور خوراکي خوندیتوب نه لري.

د بېوځله کورنیو د منځني او ټیټ قد نجونې تور کالي او سپین زړوکي پرسر له ټولګي بهر په اوږدو کتارونو کې ولاړې دي، لومړی لاسونه مینځي او بیا خواړه په لاس بېرته خپلو ټولګیو ته ځي.

د بامیانو په دغه ښوونځیو کې زده کوونکو ته د یو وخت خوړو ورکول یو ازمایښتي پروګرام دی چې ملګرو ملتونو او افغان دولت په ګډه د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره پیل کړی. ټاکل شوې دوه کاله وروسته ددې ښونځیو د زدکوونکو د ودې کچه د نورو هغو ښوونځیو سره پرتله شي چې زدکوونکي پکې خواړه نه ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادراې ځايي استازی وايي، که د دې ازموینې پایله مثبته وه، دوی به د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره یوه ښه حل لار ومومي.

سره له دې چې دې هدف ته رسېدل ستونزمن ښکاري، خو د بامیانو سیمه ییز چارواکي هیله لري چې تر پنځه راتلونکو کلونو به په دې ولایت کې تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د کچې کمولو په برخه کې ښوو پایلو ته ورسیږي.

رسمي شمېرې ښيي چې ۵۴ سلنه افغانان بېوزله دي او لږ ترلږه ۴۴ سلنه نور خوراکي خوندیتوب نه لري.

ورته مطالب