سرپل چارواکي: طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي

د انځور حقوق Getty Images

د سرپل چارواکي وایي، د سږني ښوونیز کال له پیل راهیسې سلګونه هغه نجونې ښونځیو ته له تګه منع شوي چې له لومړنۍ دورې یا شپږم ټولګي پورته زدکړې کوي.

د چارواکو په خبره، د طالبانو له دې بندیز نږدې ۳۰ ښوونځي اغېزمن دي.

د دغه ولایت د پوهنې چارواکي وایي، ځینو محدودو سیمو کې طالبانو د قومي مشرانو په منځګړتوب نجونو ته تر ۷ او ان ۹ ټولګي پورې د زدکړو اجازه ورکړې ده.

د سرپل د پوهنې مشر احمدخان بیګزاد بي بي سي ته وویل، دغه ستونزه تر ډېره په هغو سیمو کې رامنځ ته شوې چې وسله وال طالبان واک پرې لري:

"د سرپل په ډیرو برخو، لکه د مرکز په ځینو سیمو، دغه راز سنچارک، سوزمه قلعه، صیاد، بلخاب او ګوسفندي ولسوالیو کې طالبانو پر دولت فضا تنګه کړې، کومو ځایونو کې چې دوی واک لري، هلته یې په خواشینۍ سره له شپږم صنف پورته د نجونو ټولګي رخصت کړي او د زده کړو حق نه ورکول کیږي".

ښاغلی بیګزاد وايي، طالبانو په ګوسفندي ولسوالۍ کې په مستقیم ډول او د ځینو پاڼو له لارې د پوهنې چارواکو او زدکوونکو ته د سرغړونې په صورت کې د مرګ ګواښ کړی دی.

په همدغه ولایت کې یوې ښوونکې د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل چې د دغې ستونزې له کبله د دې او نورو ښځینه ښوونکو معاشونه دریدلي او اوس په کور ناستې دي.

"زه یوه ښوونکې وم، زه او نورې ښوونکې بې کاره شولو، له شپږم ټولګي پورته زدکړو ته اجازه نه ور کوي، ان د ریاضي، انګلیسي او جغرافیې مضمونونه نه پریږدي چې تدریس شي، له هر کوره تقریبا دوه -درې نجونې له دې ګامه اغیزمنې شوي دي".

طالبان بیا دا تورونه ردوي او د ځان پر وړاندې يې تبلیغات بولي.

د طالبانو غبرګون

د دوی ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته وویل، د دوی په نوم چې چارواکي له ګواښه ډکو لیکونو د خپریدو خبره کوي، جعلي او د دوی له ادرسه نه دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت بیا وایي، د ستونزې هواري ته یې د قومي مشرانو او د ښونځیو د شوراګانو په منځګړیتوب هڅې پیل کړي دي.

نوموړې په دې ستونزه کې د ځایي نامسووله وسله والو ښکیلتیا هم نه ردوي.

د سرپل د ولایتي شورا یوشمیر غړي هم ښځینه زدکوونکو ته را پیښې شوي ستونزې مني.

سرپل کې د پوهنې په برخه کې ټول ټال ۴۰۱ ښونځي، ۲۷ مدرسې او ۶ د ښوونکو د روزنې موئسسې فعالې دي.

پر دغه ولایت سربیره یوشمیر نورو سیمو کې هم ښځینه زده کوونکې له ورته ستونزه سره مخ شوي دي.

د نوي ښوونېر کال په پيل کې طالبانو د غزني په یوشمیر ولسوالیو کې په زده کوونکو خپل يونیفورم جبري کړ او وې ویل چې ښوونکې باید سینګار ونه کړي.

ورته مطالب